د امریکایي ډالرو په باران کې په پاکستانۍ روپیو د روغتون جوړول، تاریخي شرم

سرلیکنه

 

د ولسمشر غني دوهم مرستیال سرور دانش د روان (۲۰۱۹م) کال د اپریل میاشتې په ۲۰مه نیټه په کابل کې د “محمد علي جناح” په نوم روغتون پرانستنه وکړه

دا روغتون چې د پاکستان په مالي مرسته جوړ شوی، ۲۴ میلیارده ډالر لګښت پرې راغلی دی

۱۸ کاله وړاندې، چې کله امریکا په افغانستان یرغل وکړ ورسره همهاله یې د بیارغونې، عام المنفعه ځایونو د جوړولو او همدا رنګه په نورو بیلا بیلو نومونو د ډالرو باران هم پیل کړ

دا ډالر چې په هر نوم راتلل خو ټول د هغه چا جیب تلل، چې هغوی د امریکا راتګ ته د همدې لپاره لاره جوړه کړه او خپل ټول توان یې په کار واچوو، تر دې چې امریکا یې تر هیواده راورسوله

امریکا د میلیاردو ډالرو په خرچ کولو سره ۱۸ کاله وروسته لا هم په افغانستان کې یو داسې روغتون جوړ نکړ، چې هغه دې هیوادوال پاکستان او هند ته له تګ څخه مستغني کړي او کم از کم یو داسې روغتون هم نه لرو چې په هغه کې دې د یوې ډیرې عادي ناروغۍ درملنه وشي

اصل خبره داده، چې امریکا خپل ډالر ټول په فساد کې مصرف کړل او خپله د امریکا زړه نه وو، چې د افغانستان خلک دې داسې روغتونونه ولري، چې هغه دې له نورو هیوادونو ته له تګ څخه افغانان منعه کړي؛ که د امریکا همدا هدف نه وو نو بیا یې ولې د افغانستان په ملت ټول هغه فاسد خلک مسلط کړل، او د دې ولس سرنوشت یې د داسې چا په واک کې ورکړ چې د هغوی لاسونه له ډیره وخته د همدې ملت په وینو سره ول؟ ښکاره خبره ده چې د امریکا هدف افغانستان جوړول نه، بلکې د هیواد بربادول او ورانول وو

دا به د امریکا او د امریکایي ډالرو لپاره شرم او پیغور وي، چې ۱۸ کاله وروسته لا هم په هیواد کې روغتون په پاکستانیو روپیو جوړیږي او هغه چا ته به نو څه پیغور ورکړو، چې هغه شرم نه لري؟

افغانان نور امریکا نه غواړي او ټول ملت په دې پوه شوی، چې امریکا زموږ په ګټه نه، تاوان ده. امریکا باید نور خپل مسؤلیت درک کړي او نور دې د دې مظلوم افغان ولس له هیلو او ارمانونو سره لوبې نه کوي، افغانان دې پریږدي ترڅو خپل راتلونکی روښانه او پخپله وټاکي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button