کوګلمن: افغانستان جګړه د ټرمپ په ګډون ټولو اړخونو ته ستړې کوونکې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۳) 

د واشنګټن په ويلسن څيړنيز مرکې د جنوبي اسيا د مسائلو څيړونکی مایکل کوګلمن ويلي، چې امریکا په لومړي ځل د افغانستان په اړه ښه پریکړه کړې ده.

کوګلمن وايي، د افغانستان جګړه نظامي حل نه لري او یوازې د سياسي لارو چارو حل کيدلای شي.

هغه وايي، امریکا له تيرو اتلس کلونو راهيسې افغانستان ته یوازې سرتيري ليږل او د سياسي حل په اړه يې هيڅ اقدام نه و کړی په وينا يې دغه تازه اقدام يې سم او پرځای دی.

کوګلمن ويلي، په افغانستان کې د له جګړې نه يوازې افغانان  بلکې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ يې هم ستړی کړی دی.

هغه وايي، هيله يې لري چې د سولې په اړه د امریکا د بهرنيو چارو وزارت هلې ځلې بریالۍ شي.

نوموړی وايي، ښايي د مذاکراتو پر وخت د ټاکنو او نورو اړوند مسائلو په اړه کړکيچ زيات شي خو امریکا بايد تياری ولري او هرڅه سم مديريت کړي.

په وروستيو کې په امريکا کې دافغانستان د جګړې سره مخالفت زيات شوی چې ډيری سياستوال دغه جګړه ختمول او له افغانستانه د خپلو ځواکونو ايستل غواړي.

ټاکل شوې چې په راتلونکو څو اوونيو کې يو ځل بيا امريکا او طالبانو د مذاکراتو شپږ پړاو خبرې پيل کړي.

د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين پرون وويل، امريکا سره په تيرو خبرو کې دواړه غاړې د ځواکونو په بشپړ وتلو سلا شوي او راتلونکو خبرو کې به د ټولو بهرنيو ځواکونو د وتلو پر مهالويش خبرې کيږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button