انجنیر عمیر ویاړ
څه موده وړاندې د خلیلزاد په مستقیم امر ارګ د سولې د عالي شورا په نوم غونډه راوبلله، د بادارۍ او غلامۍ څرګندې نښې نښانې یې پخپله درک کړئ او په اړه یې قضاوت وکړئ، په یاده غونډه کې خلیلزاد د امریکا په استازیتوب وویل: ( امریکا نوره د افغانانو له وژلو ستړې شوې ده!!! خلک هم د جګړې ختمیدا غواړي!!! طالبان هم له جنګ نه ستړي شوی دی!!! او نوره.)
د غلام حکومت یوه چارواکي د خلیلزاد د خبرو په عکس العمل کې وویل: مونږ نن هم له امریکایی فوځي دوستانو سره مشترک عملیات درلودل!!! او فکر کوم نن شپه مو هم ورته عملیات درلودل!!!. د دې غلام موخه له هغو عملیاتو څخه وه چې په پایله کې یې یوولس کوچني تنکي ماشومان او یوه ښځه ووژل شوه، او هغه عملیات چې په وردګو کې ترسره شول، په ورته شمیر سره شهیدان او ټپیان شول.
خو!!!
بادار امریکایی هیئت د بېګناه افغانانو د په دې ډول عملیاتو او وژنو په اړه خپله ستړیا او تأسف وکړ!!!
خو د غلام حکومت مسؤلینو پرې ویاړ کاوه او دا ډول عملیات یې د دواړو لوریو د ګډو نظامیانو (بادار + غلام) ښه پایله وګڼله!!!
دا ډول منظر او خبرې سړي ته د روسانو د وخت د جهاد پر مهال یوه خورا خواشینوونکې پیښه وریادوي، چې په خپله روسي جنرال یې په اړه څرګندونې او اعتراف کړی دی روسی جنرال وایي:
زما تر قوماندې لاندې یوه فوځي قطعه د یوه ستر جنایت مرتکب شوه، چې هغه پر یوې افغانۍ پېغلې تجاوز و، د پیغلې نجلۍ پلار او مور چې کله له دې پیښې خبر شول، پرته له دې چې دغه شرم تحمل کړې بله لار نه درلوده، خو بالآخره خپله یاده لور یې ووژله، او په تعقیب یې خپلو ځانونو ته اور ورته کړ!!!
روسی جنرال زیاتوی:
تصمیم مې ونیو څو د کمونیست (خلق او پرچم) رژیم د کورنیو چارو وزارت ته ولاړ شم او زما د روسي سرتیرو د دې جنایت په اړه بخښنه وغواړم، کورنیو چارو وزارت ته لاړم، حیران وم چې په کومه خوله او الفاظو سره بخښنه وغواړم، هیڅ مې له شرمه په وزارت کې ناستو افغانانو ته سترګې نشوای ورپورته کولای، په خوله کې مې خبرې هم نشوای راجوړلای چې څه ووایم؟ او څه ډول بخښنه وغواړم!!!
ناببره یوې خواته یو افغان کمونست افسر د ټولو چوپتیا ماته کړه او ویې ویل:
له تاسې انترناسیونالیستو ملګرو، او بین المللي ملګرو نه مننه کوو چې د اشرارو پر وړاندې له مونږ سره مرسته او ملاتړ کوئ!!!
د سولې په نامه غونډه کې عین سناریو تکرار شوه.
په همدې نږدې ورځو کې هم د امریکا بادارانو په هلمند کې هم د ګډو عملیاتو په پایله کې یو شمیر افغانان ووژل، او ښځینه یې له ځانونو سره په داسې حالت کې بوتللې چې امریکایانو له کمڅیو نیولې وې او په پټیو کې یې تر هلیکوپترو پورې پر ځمکه راښکلې، چې وروسته د کلي خلکو یې ویښتنه په پټیو کې راغونډ کړل، او دې ته یې د ګډو عملیاتو نوم ورکړ.
په داسې حال کې چې حکومتي چارواکو نه دا عملیات تقبیح کړل او نه یې یادونه قدرې وکړه، بلکې نظامیانو یې یواځې د ګډو عملیاتو د ترسره کیدا خبر ورکړ، او دا ډول عملیات یې د امریکایانو لخوا یو ستر احسان وګڼلو او مننه یې ترې وکړه.

















