سعودي عربستان د ترهګرۍ په تور ۳۷ سعوديان اعدام کړل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۸، غویی ۴)

د سعودي رسمي خبري اژانس د کورنيو چارو وزارت له قوله خبر ورکړی چې په دغه هيواد کې پرون د سې شنبې په ورځ د ترهګرۍ په تور ۳۷ سعودي وګړي اعدام شوي دي.

د سرچينې په وينا، دغه کسان په رياض، مکه، مدينه، قصيم او عسير کې اعدام شوي دي چې له پخوا په زندانونوکې و او په ترهګريزو کړنو تورن شوي و.

د کورنيو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، تورنو کسانو په چاودنو، وسله والو بريدونو او د امنیتي ځواکونو په وژلو کې لاس درلود.

د سعودي رسمي خبري اژانس د معلوماتې له مخې، په دغه هیواد کې د روان کال له پيله تر دې دمه سل کسان اعدام شوي دي.

په وروستيو کې سعودي عربستان علماء، اسلامپال او ډيری سعوديان د دې لپاره زندانونو ته اچولي چې د دغه هيواد په غير شرعي کړنو به يې انتقادونه کول چې زياتره يې په زندانونو کې له سختو شکنجو او بد حالت سره مخ دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button