قزقستان کې خړ خرس د ټول عمر لپاره زنداني شو

دغه زندان چې خړ خرس پکې زنداني ده د (UK-2/161) یو بند تعمیر ده چې د نړئ خطرناک قاتل هم پکې د ۲۵ کلونو زیات وخت نشي تیرولي خو د خرس بدبخته قسمت له امله ټول عمر به دلته زنداني وي.
په دغه زندان کې تر ۷۰۰ پورې زندانیان اچول شوي خو دغه زندانیان دغه خرس ته د قطع کوونکي په نوم غږ کوي.
دغه خرس پخوا په یو باغ وحش کې وه هلته په یو لوی پنجره کې اوسیدلو خو په کال ۲۰۰۴ کې یو ماشوم چې عمر يې ۱۱ کاله وه لږ خوراک يې دغه خرس ته ورکولو خو خرس په تیزئ سره دغه ماشوم له پښې ونیولو چې سخت یئ ټپي کړ.
له دغې واقعې څخه وروسته یو بل ۲۸ کلن ځوان چې نشې په حالت کې وه دغه باغ وحش ته ورننوت او دغه خرس سره د لاس ورکولو کوشش وکړ خو خرس دغه ځوان هم ونیولو چې په ډیرې سختي د باغ وحش ساتونکو لخوا راخلاص شو، له دې واقعاتو وروسته دغه خرس کوم بل باغ وحش یا د حیواناتو خیريي ساتونکو لخوا هم رد او خطرناک وبلل شو، چې بالاخره زنداني او ۷۰۰ نور زنداني ملګري انسانان هم لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button