روغتيا وزارت: د نس ناستي ناروغۍ له کبله هره ورځ ۲۷ ماشومان مړه کيږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۴)

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت مسؤولين وايي، هره ورځ په افغانستان کې د کولرا يا نس ناستي ناروغۍ له کبله اووه ويشت ماشومان ژوند له لاسه ورکوي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، پخوا به شاوخوا پنځوس ماشومان له دغه ناروغۍ مړه کيدل خو په وروستيو کې په دې اړه عامه پوهاوی زيات شوی چې د پخوا په پرتله د ماشومانو په مړه کيدلو کې نیمايي کموالی راغلی دی.

د دغه وزارت وياند وحيد مایار وايي، نس ناستی موسمي ناروغي ده چې په دوبي کې ډيره ماشومان پرې اخته کيږي.

د روغتياپالانو په وينا، دغه ناروغي د ناپاکو اوبو څښلو، له خوراک مخکې او تشناب ته له تلو وروسته د لاسونو نه وينځلو او نورو ورته ډول بې باکيو له کبله منځه راځي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button