یوناما: دګډو ځواکونو لطرفه ملکي مرګ ژوبله بې حده زیاته شوې

کابل ټکی کام ( چهارشنبه، ۴ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

ملګروملتونو په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه په تازه راپور کې ویلي چې د افغان او امریکايي پوځیانو له لوري د ملکي مرګ ژوبلو شمېر زیات شوی دی.

په دې راپور کې، چې په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندویه دفتر یوناما نن /چهارشنبه/ خپور کړی، راغلي چې د افغان او امریکايي پوځیانو له لوري ډېری ملکیان په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.

د یوناما په راپور کې وړاندې ویل شوي چې په انتحاري  بریدونو کې ۷۶ سلنه کموالی راغلی دی.

د شنبې په ورځ د مخابراتو پر وزارت له انتحاري حملې وروسته د کورنیو چارو وزارت وویل چې دا په تېرو دریو میاشتو کې په پلازمېنه کابل کې لومړنۍ ډله ییزه انتحاري حمله وه، چې پړه یې هم داعش په غاړه واخیسته.

دا اداره وايي چې په تېرو دریو میاشتو کې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په هوايي بریدونو کې اوښتې ده.

د یونانا د کالني راپور له مخې، په ۲۰۱۸ م کال په افغانستان کې تر ۳۸۰۰ زیات ملکیان وژل شوي او تر ۷ زره ډېر نور ژوبل شوي وو.

یوناما په اول ځل دامریکا یانو لطرفه ددومره لوړې مرګ ژوبلې په اوښتو اعتراف وکړ.

امریکا همیش دخپلو جنګي جنایاتو له څېړلو سره مخالفت څرګند کړی، څو ورځې وړاندې دجنګي جنایاتو نړیواله محکمه دامریکا لطرفه له سختو تهدیداتو سره مخامخ شوه.

ځکه چې هغوی په پام کې لرل ترڅو په عراق او افغانستان کې دامریکا جنایات وڅېړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button