مشورتي لويه جرګه!

 لیکوال : قاري عباس

دا حقیقت خو ټولو ته څرګند دی چې د افغان  دولت بنسټ ایښودل  د جرمني په بن کې د امریکایانو له لوري شوي امریکایانو د طالبانو نظام نسکور کړ او دوې ( د ګډ حکومت چارواکي ) یې دلته په خپل قوي سیاسي نظامي اقتصادي او کلتوري جګړه واک ته ورسول.

ښکاره ده چې ساتل یې هم امریکایانو ته تر غاړې دي امریکایان چې په نړۍ د بادارۍ دعوه لري او د ګډ حکومت د هر عیب او شرم  ګوته هم ورته نیول کیږي طبعي ده چې د ګډ حکومت واک باید حتماً له امریکایانو سره وي .

اوس چې یو لور ته طالبانو په کلکې مبارزې او مقاومت امریکایان د سولې خبرو ته کینولي بل لور ته د ولسمشرۍ انتخابات نزدي دي حالات او ماحول د بل هر وخت څخه د امریکایانو په زیان دی پدې حساس پړاو کې د مشورتي جرګې دا لویه موضوع پکې د کلیدي کسانو ګډونوالي سل په سلو کې د امریکایانو طرحه او امر دی.

دا چې ځیني چارواکي د دې جرګې څخه د پریکون اعلانونه کوي دا هم ورته د امریکایانو امر دی تر څو عام خلک دا چارواکي او د جرګې جوړونکي خپلواک وګڼي مخالف د دې چارواکو د مشورتي جرګې څخه ملاتړ وکوي، رسنۍ پرې بوختې کړي د دې موضوګانو په شاربلو سره خلک او فکرونه یې ګډوډ کړي کله چې مشورتي جرګه د امریکایانو څخه اخستل شوې طرحه اعلان کړي بیا ورته زیر شۍ  ټول مخالف چارواکي به په عمل کې د جرګې پریکړه لیک ته کار کوي.

اوس مهال امریکایان له افغان ملت سره د طالبانو په قیادت کې د جګړې هر اړخیز پیچلو خطرناکو مرحلو ته رسیدلي له دې څخه لا په قرار وخت کې دا هیڅ سالم عقل نه مني چې د امریکایانو له لوري واک ته رسیدلي او په تغذیه یې ولاړ یو څوک په خپل سر د حکومت په تړاو یو وړکی تصمیم هم ونیسي لويه مشورتي جرګه خو ډیر لوی تصمیم دی، دا بیا بیله خبره ده چې د امریکایانو له لوري واک ته رسیدلي خلک بې کیفایته او په فساد کې تر پوزو غرق دي الله تعالی امریکایان له طالبانو سره د جګړې سربیره د بن له کنفرانس څخه د داسې خلکو د ملاتړ په جنجال اخته کړي چې نه یې اصلاح کولی شي نه یې ساتلی شي او پریښودل یې ورته هم اوس لوی عار او مسؤلیت دی.

دا چې تقریباً ټول افغانان سوله غواړي نو مخالف یې له ولسي مخالفت سره مخ کیږي او طالبانو د سولې لپاره ډیر پر ځای شرط ایښی د ولس د منلو وړ هم دی چې هغه له افغانستان څخه د ټولو یرغلګرو وتل دي چې د ګډ حکومت د چارواکو او د دوې د نامشروع واک او شتمنیو لپاره ډیر په زیان دی، امریکایان هم په اسانه توګه افغانستان نه پریدي ښکاره ده چې د ګډ حکومت چارواکي به د امریکایانو په امر او مشوره تر څو یې چې وسه وي هغه کارونه او طرحې به جوړوي عمل به پرې کوي چې د سولې يه زیان وي لکه همدا  لويہ مشورتي جرګه د ولسي خلکو د تیرباستلو لپاره یې نوم ورته ښه غوره کړی په عمل کې چې د یرغلګرو وتل او د وتلو مهالویش اعلانول د سولې لپاره د ملا د تیر حیثیت لري دوې به پدې جرګه کې د یرغلګرو د وتلو یادونه هم ونه کوي.

دا چې د وینو بهیدل ودریږي، هوسا شو هیواد او د هیواد شتمنې مو پخپل واک کې شي نو د سولې د راوستلو لپاره هر بالغ عاقل افغان اسلامي افغاني او وجداني مکلفیت لري چې د یرغلګرو او د سولې د دښمنانو په خلاف د وسې برابر یو څه وکوي .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button