پروان: طالبانو د بګرام په هوايي ډګر توغنديز بريد کړی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۶)

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په تر ټولو ستر پوځي مرکز او هوايي ډګر (بګرام) توغنديز بريد شوی دی.

ځايي سرچينې وايي، دغه توغندي تيره شپه په هوايي ډګر وار شوی او د هوايي ډګر په داخل کې لګيدلي دي.

تر اوسه په بريد کې د اوښتو تلفاتو په اړه بهرنيو ځواکو څه نه دي ويلي.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټ پاڼه ليکي، په بريد کې امريکايي اشغالګرو ته درانه مالي او ځاني تلفات اوښتي دي.

طالبان وخت ناوخت د بګرام په شمول د هيواد په بيلابيلو سيمو کې د بهرنيو ځواکونو په پوځي مرکزونو توغنديز بريدونه کوي چې هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوړي خو بهرنيان د خپلې پاليسۍ له مخې خپل تلفات پټ ساتي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button