ننګرهار: ګډو ځواکونو د دو ښوونکو په شمول يوولس ملکيان وژلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۶)

ګډو ځواکونو د ننګرهار ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې شپني عمليات کړي چې پر مهال يې د ځآيي باوري سرچينو په وينا یوولس ملکي وګړي وژلي دي.

دغه عمليات تيره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط په فتح خرکي سيمه کې ترسره شوي دي.

د فتحې خرکي سيمې یو تن اوسيدونکي محمد بلال کابل ټکی کام ته وويل، عملياتي عسکرو د (خالد او صحت) په نومونو دوه ښوونکي چې دواړه ورونه و شهيدان کړي دي.

(دوه تنه د حاجي ظاهر کورنۍ کې وژل شوي، د نوربت کورنۍ کې يې خپله نوربت او زوی وژلی دی، د لاجبر په نوم پلار او زوی يې وژلي دي) زیاتوي دغه ټول کسان عام خلک دي او هيڅ وسله والې ډلې سره يې اړيکې نه لرلې.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوګياڼی هم دغه عمليات تائيدوي خو په اړه يې نور جزيات نه ورکوي.

وړمه شپه هم د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ هزارناو سيمه کې ګډو ځواکونو عمليات کړي و چې د یو پلار او درې زامنو په ګډون يې پنځه تنه ولسي وګړي وژلي و.

په وروستيو کې د ګډو ځواکونو عمليات زيات شوي چې تر ډيره پکې اولسي وګړي هدف ګرزي او د خلکو په وينا په قصدي ډول د ځواکونو له لوري په نښه کيږي کورونه يې ويجاړيږي او مالونه يې چور کيږي.

تيره ورځ د ملګرو ملتونو یوناما ادارې ويلي ، وروستيو کې د ملکيانو تلفات زيات شوي چې لوی لامل يې د ګډو ځواکونو عمليات او بمبارۍ دي.

دا په داسې حال کې ده ، چې پرون طالبانو په یوه مطلب کې د ملګرو ملتونو له ادارې غوښتي و چې د ملکي تلفاتو ارقامو په اعلانولو هيڅ نه کیږي او بايد په جګړو او جنګونو کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنيوي په اړه لازم اقدامات وکړل شي.

څو ورځې مخکې په افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان سکاټ ميلر هم ومنل چې په عملياتو کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي خو د نوموړي په وينا هڅه به وکړي چې ملکي تلفات وانوړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button