کابل ټکی کام ( جمعه، ۶ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
په مسکو کې د چین امریکا او روسیې درې اړخیزه ګډه ناسته د یوې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسېده.
د دې ناستې د ګډونوالو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې په قطر کې د بین الافغاني ناستې په ترسره کېدو ټیګار شوی او وایي د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره بین الافغاني خبرې حتمي دي.
په اعلامیه کې له حکومت او طالبانو غوښتنه شوې چې د روانې جګړې او تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره دې ژر تر ژره اوربند وکړي.
دریو واړو هیوادونو د سولې مذاکراتو د بريالي ترسره کېدو لپاره له افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو د مسوولانه وتلو موافقه اوټینګار کړی.
په اعلامیه کې له طالبانو غوښتنه شوې چې باید ثابته کړي چې له دې وروسته د القاعده او داعش په څير له نړیوالو ډلو سره اړیکې نه لري.
په اعلامیه کې د سيمې له هیوادونو هم غوښتل شوي چې ددې پروسې ملاتړ وکړي، ترڅوپه افغانستان کې امن قائم، اوشل کلنه جګړه پای ومومي.
یاده دې وي چې امریکا له افغاني جګړې ستړې ده، اوغواړي چې له دغې اوږدې جګړې ځان خلاص کړي، امریکایي وګړي هم په عاجله توګه خپل ځواکونه له افغانستان څخه ویستل غواړي، امریکایي سناتوران هم ورته نظر لري، طالبانو هم دسیاسي فعالیتونو له طریقه خپله ژمنتیا ښودلې، خوحکومت دسولې پروسه یوه لوبه بولي، اوددغې پروسې سبوتاژ کول غواړي، چې ښه مثال یې دقطر دغونډې ځنډول وو.
















