ونزویلا: د کښتۍ د ډوبیدو له امله لسګونه کسان مړه او نادرکه دي

کابل ټکی کام ( جمه، ۶ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

 

د ونزویلا نه ترینیداد توباګو ته روانه کښتۍ د کاراییب په سمندر کې ډوبه شوې ده.

د ونزویلا رسنیو خبر ورکړی چې په دې کښتۍ کې ټول هغه ناقانونه کډوال سپاره وو چې له ونزویلا نه نورو هیوادونو ته په قاچاقي لاره تلل.

د رسنیو په حواله، دوی له اقتصادي ستونزو نه کړیدل چې له همدې امله نورو هیوادونو ته روان وو.

په ډوبه شوې کښتۍ کې ټول ۳۵ تنه وو چې د ژغورونکو لخوا د ۲۳ تنو مړي موندل شوي دي.

یواځې دوه تنه ژوندي ژغورل شوي او د پاتې نورو لا هم درک مالوم نه دی.

د ژغورونکو ډلو لخوا د پاتې نورو کسانو پلټنې هم دوام لري.

د یادونې وړ ده چې ډوب شوي کسان ټول د ونزویلا هیواد وګړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button