کابل ټکی کام ( جمعه، ۶ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
نن د میزان په ۲۸ مې، له انتخاباتو شپږ میاشتې وروسته دولسي جرګې د ۱۷مې تقنیني دورې لومړۍ غونډه د افغانستان د ګډ دولت دمشر له خوا په رسمي توګه پرانیستل شوه او د جرګې غړو په کې د لوړې مراسم ترسره کړل.
حکومت مشر اشرف غني د ولسي جرګې د ۱۷مې دورې د افتتاح په مراسمو کې وویل، د انتخاباتي کمېسیونو د ځینو غړو د بې کفایتۍ له ا مله دغه ورځ شپږ میاشتې وځنډېده.
ده زیاته کړه، موږ باید شپږ میاشتې مخکې د دغې ورځې شاهدان وای، موږ ۶ میاشتې انتظار وکړ، ځکه د انتخاباتي کمېسیونونو د ځینو غړو د بې کفایتۍ له امله د انتخاباتو نتایج وځنډېدل، نن خوښ یم چې د خلکو کور د ملت د استازو کوربه دی، تاسې ته دې مبارک وي.”
غني په ولسي جرګه کې د کابل ولایت د استازو په نه شتون خواشیني وښوده او تینګار یې وکړ چې د انتخاباتي کمېسيونونو له خوا دې ژر د دغه ولایت د انتخاباتو نتایج هم اعلا ن شي.
د انتخاباتو کمېسیون د ولسي جرګې د ۱۷مې تقنیتي دورې له پیل سره سم د کوچیانو د حوزې په ګډون، د کابل او پکتیا له ولایتونو پرته د درې پاتې ولایتونو د انتخاباتو نتایج هم اعلان کړل.
ښاغلي غني د ولسي جرګې نویو غړو ته وویل، تاسي باید خپل صلاحیتونه له قانون سره سم عیار او خلکو ته لا خدمتونه ترسره کړئ.
یاده دې وي، ولسي جرګه په داسې حال کې پرانیستل کېږي چې یوشمېر معترضین نوماندان لاهم ترسره شوي انتخابات له فساد ډک بولي، اودخپلو رایو دخرڅلاو تور په حکومت پورې کوي.
یوشمېر ښځینه نوماندانې دکابل چارراهي ذنبق څیرمه په خیمو کې داعتراض په ډول راغونډې شوي، اودخپل غصب شوي حق غوښتنه کوي.
















