شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

کاش! چې امريکا سوله او مذاکرات لا له پخوا څخه پېژندلای!!

محمود نشرونکی: محمود
اپریل 26, 2019
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
19
ځلې شریک شوی
235
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

غورځنګ

کله چې امريکا په افغانستان باندې يرغل کاوه نو ځينې بې ځايه او بې منطقه تهمتونه يې ولګول چې ګواکې په امريکا کې تر سره شوي بريدونه د القائده وو لخوا پلان شوي او تر سره شوي دي. او پکې لوی لاس هم د اسامه بن لادن وو،

که څه هم په حقيقت کې دا تهمتونه وو او امريکايانو په دې واسطه غوښتل تر څو پر افغانستان باندې د يرغل لپاره توجيهات ولټوي. نو ځکه يې پر طالبانو د بريد لپاره د ټولې اروپا او نورې نړۍ کفري ملکونه راټول کړل او د ناټو په نامه اتحاديه يې جوړه کړله. او پر افغانستان باندې يې بريد وکړ.

په داسې حال کې چې اميرالمؤمنين (ملا محمد عمر مجاهد) ورته ويل چې په کوم يوه اسلامي هېواد کې به يوه انصافي محکمه جوړه کړو تر څو د عدل او انصاف پرېکړه وکړي نو په هغې باندې به دواړه لوري عمل وکړي. مګر امريکايانو په يوه خوله ويل چې طالب نور د ځمکې پر سر د اوسېدلو حق نه لري.

قضاوت!!

نو اوس راځو دې ته چې که چېرته امريکا په هغه وخت کې سوله غوښتلی او په رښتينې توګه يې پېژندلې وای نو دا اوسني مشکلات به ورته نه پېښېدل، که چېرته امريکا هغه وخت طالب ته د ځمکې پر مخ پر ژوندانه قائله شوې وای نو اوس به اتلس کاله وروسته دا ستونزې نه پېښېدلې.

د يوه دريمګړي په توګه بايد ووايو چې که امريکا پر افغانستان باندې خپل يرغل ځنډولی وای او له افغانانو او طالبانو سره يې د جګړې پر ځای پر يوه بله بديله لاره باندې فکر کړی وای نو دا اتلس کاله به د کال پنځوس ميليارده ډالر د امريکا له بانکونو څخه په يوه غير معقوله او نا انډوله جګړه باندې نه مصرفېدل او هغه هم چې افغانستان ته راشي نو بلکل ورک شي او د يوه څو کسانو شخصي جېبونو ته ولوېږي.

که امريکا جنګ نه وای خوښ کړی او د متعصبو پاپانو او متعصبو عيسوي رهبرانو خبره يې نه وای منلې نو اوس به د امريکا د سوپر طاقت څېره پر ځای وای.

که چېرته امريکا اتلس کاله مخکې سوله په رښتينې توګه پېژندلی نو لاندې ګټې يې تر لاسه کولی شوې:

۱ــ امريکا چې له سوونو کالو راپدې خوا يې غوښتل تر څو په نړيوالو باندې خپل راج ومني او ځان سوپر طاقت اعلان کړي، خو د افغانستان د جګړې له امله يې دا هر څه دړې وړې شول، چې اوس ورته هېڅ يو هېواد هم په هاغه اتلس کاله پخوانۍ سترګه نه ګوي.

۲ــ که چېرته امريکا له افغانانو سره د جنګ پر ځای سوله خوښه کړې وای نو اوس به د امريکا بانکونو سقوط نه کاوه بلکې لا به پکې پرمختګ راغلی وای، نه به هم د امريکا په زرګونو عسکر مړه کېدل او ژوبلېدل،

۳ــ امريکا که چېرته جنګ نه وای خوښ کړی نو اوس به يې نړيوال حيثيت ته زيان نه اوښت بلکې نړيوال حيثيت به يې برقرار ساتل شوی وای، مګر په دې اوږده جنګ يې نړيوال حيثيت بلکل له صف سره ضرب شو.

۴ــ د امريکا په خلاف چې په اسلامي نړۍ کې کومه کرکه موجوده ده دا به هم په دومره کچه نه وای که چېرته امريکا لا وار له مخه سوله په رښتينې توګه پېژندلای.

۵ــ امريکا د خپل يرغل په واسطه د صليبيانو او يهودانو ټول پټ رازونه چې د مسلمانانو په خلاف يې له ډېرو لسيزو راهيسې روان کړي وو؛ افشا او رسوا شول. او مسلمانان ورته د نورو وختونو په پرتله زيات متوجه شول.

۶ــ  امريکا ته د خپل يرغل پر اساس دا تاوان هم واوښت چې خپل د ناټو اتحاديان يې اوس پرې بې باوره دي او په ناټويي هېوادونو يې چې کوم اثر او رسوخ پروت وو، هغه يې هم افغانانو د اوږده جنګ په واسطه ورماته کړ.

لوی ټکي: امريکاجنګسولهناټو
مخکینې مطلب

نن دولسمشر غني لخوا دولسي جرګې ۱۷مه تقنیني دوره رسماً پرانیستل شوه

بل مطلب

که یواځې عمران لمر افغان وي، دا نور خلک بیا څوک شول؟

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com