کابل ټکی کام (یکشنبه، مرغومي ۲۰، ۱۳۹۴ ل) شهرت وردګ
ﻭﺳﻠﻮﺍﻟﻮ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﻧﻦ مازدیګر ﺩ ﺧﻮﺳﺖ ﻭﻻﯾﺖ ﺩ څلورو ﻭﻟﺴﻮﺍﻟﻴﻮ ﭘﻪ ﻣﺮﮐﺰﻭﻧﻮ ، قرارګاوو ﺍﻭ ﭘﻮﺳﺘﻮ
ﺑﺮﻳﺪﻭﻧﻪ ﭘﻴﻞ ﮐړﻳﺪﻱ.
له سیمې څخه زمونږ همکار خبر راکوي چې ﻫﻤﺪﺍ ﺷﯧﺒﻪ ﺩﺭﻧﻪ ﺟګړﻩ ﺭﻭﺍﻧﻪ ﺩﻩ ، ﻭﻳﻞ ﮐﯧږﻱ لسګونه ﺍﻓﻐﺎﻥ ﺳﺮﺗﻴﺮﻱ ﻭﮊﻝ
ﺷﻮﻱ ﺍﻭ ﻳﻮ ﺯﻳﺎﺕ ﺷﻤﻴﺮ ﻧﻮﺭ ټپيان ﺩﻱ .
ﺩ ﺳﻴﻤﯥ ﺩ ﺍﻭﺳﻴﺪﻭﻧﮑﻮ ﭘﻪ ﻭﻳﻨﺎ ﻃﺎﻟﺒﺎﻧﻮ ﺩ ﺧﻮﺳﺖ ﺑﺎﮎ ، ﺻﺒﺮﻳﻮ ، ﻋﻠﻴﺸﻴﺮﻭ ﺍﻭ ﻣﻮﺳﯽ ﺧﻴﻠﻮ ولسوالیو
ﺍﻭ ﻫﻤدا ﺭﺍﺯ ﺩ چرګوټي ﮐﻤﭙﺎﻳﻦ ، ګورګوري ﮐﻤﭙﺎﻳﻦ ، ﺑﺒﺮﮎ تاڼې ﭘﻪ ﻟﻮﻳﻪ قرارګاه ﺍﻭ ﺩ
ﻋﻠﻴﺸﻴﺮﻭ ﭘﻪ قرارګاه ﺑﺮﻳﺪﻭﻧﻪ ﭘﻴﻞ ﮐړﻳﺪﻱ .
د طالبانو ویاند د ایمیل له لارې د برید پړه منلې او ویلي یې دي چې زیات شمېر دولتي عسکر یې وژلي دي، او ملګري یې د پرمختګ په حال کې دي.
دولتي چارواکو د پېښې په اړه څه ندي ویلي خو د خوست ولایت یو قاضي چې د نوم د ښودلو څخه یې ډډه وکړه زمونو همکار ته ویلي دي چې په برید کې زیات شمېر دولتي عسکر ټپيان شوي دي چې د خوست مرکزي روغتون ته یې راوړي دي.
ﺩ ﻳﺎﺩﻭ ﺟګړﻭ ﭘﻪ ﺍړﻩ ﺩ ﻧﻮﺭﻭ ﻣﻌﻠﻮﻣﺎﺗﻮ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﻟﻪ کابل ټکي کام ﺳﺮﻩ ﻣﻠﺘﻴﺎ ﻭکړئ.


















