فاریاب:  د دوستم جنبش ګوندیو سیمه ييز مشر وژل شوی

کابل ټکی کام  (یکشنبه، مرغومی ۲۰مه، ۱۳۹۴ ل): د فاریاب ولایت چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کي دجنګسالار دوستم په مشرۍ دجنبش ګوند یو سیمه ييز مشر د ناڅرګنده دوسله والو په برید کي وژل شوی دی.

د دغه ولایت شیرن تګاب ولسوال لقمان ګهریک ویلي، چي دجنبش ګوند دغه غړی د نامعلومو وسله والو موټر سائيکل سپرو له لوري دیادي ولسوالۍ په بلوچ کلي سیمه کې په نښه شوی .

د دغه ګوندیوبل مشر زین الله ذکي ویلي، چي دجنبش ګوند دغه غړی په بلوچ کلي کي دجنبش مشر و، چي دکور مخي ته وژل شوی دی.

ذکې دبرید پړه په طالبانو اچولې، خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه ویلي نه دي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې، د دوستم جنبش ګوند اړوندو  مشرانو باندي وسله وال بریدونه زیات شوي، او ددغه ګوند نور مشران يې اندېښمن کړي دي.

سلیم بریال

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button