کابل ټکی کام (یکشنبه، مرغومي ۲۰، ۱۳۹۴ ل) عبدالله هاشمي
د سعودي عربستان نایب ولیعهد محمد بن سلمان او د دفاع وزیر په یوه ورځني سفر د پاکستان پایتخت اسلام اباد ته رسیدلی دي.
په ډيره لنډه موده کې د سعودي عربستان د لوړ پوړو چارواکو دا دویم سفر دی، چې په سیمه کې د ایران سره له تاوتریخوالي وروسته یې پاکستان ته کوي.
پاکستاني سیاستوالو ویلي دي چې دا سفرونه پدې موخه کيږي ترڅو د ایران په مقابل کې سعودي عربستان د پاکستان غوندې قوي هېواد د ځان سره په اعتماد کې واخلي.
خو په عین وخت کې پاکستاني رسنیو په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لمړي وزیر مشاور سرتاج عزیز له قوله لیکلي دي چې پاکستان تیار دی ترڅو د عربستان او ایران ترمنځ منځګړيتوب وکړي.
څه موده وړاندې د سعودي عربستان (ائتلاف کې د شمولیت) غوښتنې ته پاکستان مثبت جواب ویلی وو، که څه هم پاکستان تردې دمه پدې ائتلاف کې د مېکانزم په اړه جزیات ندي وړاندې کړي.
سعودي عربستان د تېر ډیسمبر په ۱۵ اعلان وکړ چې د ۳۴ مسلمانو هېوادونو په غړیتوب د ترهګرۍ په ضد یو ائتلاف جوړ کړی دی.
د پاکستان بعضو رسنیو لیکلي دي چې د سلمان او پاکستاني مقاماتو عمدتاً بحث به د تروریزم په خلاف په ائتلاف کې د پاکستان په غړیتوب وشي.


















