زلمی خلیلزاد اسلام اباد ته روان شوی

کابل ټکی کام ( یکشنبه، ۸ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له کابل څخه اسلام اباد ته تللی دی.

د پاکستان د باندینیو چارو وزارت هم دا خبر تائید کړی او ویلي یې دي چې خلیلزاد به د خپل دې سفر په ترڅ کې د لومړي وزیر عمران خان او له یو شمیر نورو چارواکو سره وګوري.

له خلیلزاد سره به په اسلام اباد کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مخکښه مرستیاله او د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره ځانګړې استازې الیس ویلز هم وي او له پاکستاني چارواکو سره به د افغان سولې په اړه بحث وکړي.

خلیلزاد په داسې وخت کې اسلام اباد ته تللی چې په کابل کې یې د ولسمشر غني او اجرائیه رئیس په ګډون له ځینو نورو چارواکو سره هم لیده کاته کړي دي.

زلمی خلیلزاد د افغان سولې په اړه سیمې ته په شپږم سفر بوخت دی چې په دې لړ کې به په قطر کې له طالبانو سره هم یو ځل بیا خبرو ته کیني.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button