د غویي پر اوومه د هورا د زامنو غواییتوب!!

څارنوال حشمت عبیدي

د کمونستانو بقایا او خواخوږي د دې پر ځای چې له  خپل ولس څخه د هغو جرایمو بخښنه وغواړي کوم چې دوی د خپل ولس په عام وژنه کې تر سره کړل او د هر غیرتي مؤمن په زنداني کولو او شهید کولو سره يې، چې په روسیه کې د ۱۹۱۷ م کال د بلشویکي او کارګرۍ انقلابیانو (لینن او ستالین) په رهبرۍ د ۱۳۷۶۶۶۶ انسانانو د وژلو څخه پيروي وه، تر اوسه يې هم ځینې بامبړان ځان په حقه ګڼي پداسې حال کې چې دوی د افغان ولس ډېرې درنې هستۍ لکه:

پوهاند غلام محمد نیازی، مولوي حبیب الرحمن، انجنیر حبیب الرحمن او داسې نور ستر ملي شخصیتونه لکه شهید میوندوال، شهید شفيق، شهيد وفي الله سمیعي او په زرګونونو دیني علماء، روښانفکران، ځوانان او قومي شخصیتونه له محاکمې پرته شهیدان او په پولیګونونو کې یې د شپې لخوا د غلو په څېر په پټه دفن کړل او سربېره پردې يې خپل محسن سردار محمد داؤد هم د خپلې کورنۍ د ټولو غړو د کوچنيو او تنکیو ماشومانو او تور سرو په شمول په ډېره بې رحمانه توګه شهیدان کړل، هغه چې پخپله کابینه کې يې اته تنه پرچميان لرل، خو اوس هم د کمونستانو یوې بقايا په سلیمان لایق په خپلو تازه څرګندونو کې خپل ځان سپين چرګ وګڼلو. خپل ولس يې د پاکستان او ایران هیوادونو ته په مهاجرکولو سره دې ته اړ کړ، چې نه یوازې دا چې د پاکستان، بلکې هر اسلامي هیواد د خلکو مرستې ته لاس اوږد کړي او بیا يې دغه اوسني خیاطان کله د دغو خلکو د وژنو او جنایاتو انځورونه په مجاهدینو د یو تور داغ په توګه خپروي، خو دا ناپوهان نه پوهیږي چې دا کار خو همدوی د قطبي خرسانو په مستقیمه قومانده په عام وژنو او بندي کولو سره تر سره کړي او تاریخ ثبت کړیدي؛ د لینن عکس د دوی په هر دفتر کې خصوصا د مشرتابه د مقام د څوکۍ تر شا پاس پر دېوال ځړول څه معنا ورکوي؟ او د نجیب د کورنۍ هغه انځورونه چې ښځینه مراق غړي يې د سرو روسانو په غېږو  کې داسې ناستې دي لکه د بابا په کور چې مېلمانه وي، څه معنا ورکولای شي ؟!!

په وازو خولو د هورررررا د نعرې معنا او تاريخي پس منظر یې څه و؟ د هورا نعره اصلاً په روسيه کې اصلي نسل ته منسوبه ده خو دغه کلمه روسانو د پراختيا غوښتنې په تاريخ کې هغه چا ته استعمالوله چې د روس د پراختيا غوښتنې په لاره کې یې څرګندې کارنامې کړي وي او په دې لاره کې وژلى شوى وي کله چې په (1920م ) کې روسي پوځونو د اسلامي فرهنګ په زر کلن لرغوني مرکز ( بخارا ) باندې تاړاک ورووړ او روسې پوځونه د ډېرې سختې مرګ ژوبلې څخه وروسته ښار ته دننه شو نو لومړی يې دا جنګي نعره پورته کړه چې هوررررا!!!، په دې وخت کې د بلشويکانو د ترکستاني محاذ قوماندان (ميخايل وى فرينز) د فتحې په نشه کې لينن ته تليفوني خبر ورکړ چې د بخارا په مسجدونو اوس زموږ سور بيرغ رپيږي او د بخارا څخه د يورال تر غرونو پورې د سرو روسانو ارواګانو د بري غوغا ګډه کړې ده نو لينن هم د هورررا نعره بدرګه کړه.

د منځنۍ اسيا په اسلامي هيوادونو باندې د روسي يرغلونو څخه د راپيدا شوې دغه نعره (هورا) تقريباً (450 ) کلونه سابقه لري کله چې روسان د لومړي ځل لپاره قازان ته د پراختيا غوښتنې په نيت ورننوتل همدا د (هورا) نعرى يې وهلې او بيا دغه نعره په ميدانونو، ځنګلونو، غرونو او دښتو کې د پراختيا غوښتنې د هدف په لاره کې د روسي پوځونو لخوا د جنګي نعرې په توګه بدرګه کېدله چې له امله يې کوچنی مسکو په غټه امپراطورۍ بدل شو د دې کرغېړنې نعرې په وړاندې که څه هم د منځنۍ اسيا اسلامي هيوادونو په هر ځاى کې مقاومت وکړ مګر اخر د سرې امپراطورۍ پولې تر افغانستانه راورسېدې په افغانستان کې دا جنګي نعره په (1978م) پورته شوه کله چې په کابل کې د سرې امپراطورۍ د اجيرو ګوډاګيانو په مرسته د محمد داود خان د حکومت تخته واوښته په نوي ډيلي کې يو روسي سفارتکار د بد مستۍ په عالم کې چيغه کړه: هورررا – هوررررا او ورپسې یې وویل چې په افغانستان کې انقلاب موږ راوستی دى.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button