پاکستاني چارواکي خلیلزاد ته: په طالبانو اغیز نه لرو

کابل ټکی کام ( دوشنبه، ۹ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې په اړه بحث کړی دی.

په اسلام اباد کې مشهور خبریال طاهر خان وایي چې د خلیلزاد او پاکستاني چارواکو د نني مجلس یوې سرچیني ورته ویلي، خلیلزاد له پاکستاني مقاماتو غوښتنه وکړه، چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته اماده کړي.

د سرچینې په وینا چې پاکستاني چارواکو د خلیلزاد دې غوښتنې ته منفي ځواب ووایه او ویې ویل چې په طالبانو اغیز نلرو.

زلمی خلیلزاد لا هم په پاکستان کې دی او د دې هیواد له لومړي وزیر عمران خان سره به هم وګوري.

خلیلزاد د افغان سولې په تړاو سیمې ته په شپږم سفر بوخت دی او د دې سفر په ترڅ کې به په قطر کې له طالبانو سره هم یو ځل بیا خبرو ته کیني.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button