کابل ټکی کام ( دوشنبه، ۹ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
د روسیې د بهرنیو چارو زارت په یوه اعلامیه کې د قطر د بین الافغاني غونډې د لغوه کیدو پړه پر افغان حکومت ور اچولې ده.
اعلامیه زیاتوي، د دې غونډې د لغوه کیدو لامل د افغان چارواکو غیر متناسب چلند و چې داسې یو پلاوی یې غوره کړی و، چې د غونډې له قالب سره یې سمون نه خوړ.
روسیه وایي، د کابل حکومت همدا بې اعتنایي د دې لامل شوه چې غونډه لغوه او د طالبانو غوسه را وپاروي.
اعلامیه وړاندې لیکي، د افغان حکومت لخوا هغه اعلامیه چې ګواکې قطر دا غونډه لغوه کړه، ناسمه ده او دوی په دې برخه کې د کابل پر نیت شک لري.
روسیې ویلي، د بین الافغاني غونډو لغوه کول د کابل حکومت لپاره ښه پیغام نه لري او باید دا تر لاسه شوي چانسونه په هیڅ صورت له لاسه ورنکړل شي.
د یادونې وړ ده چې د قطر بین الافغاني غونډه هغه مهال لغوه شوه، کله چې د کابل حکومت په خپل سر ۲۵۰ کسیز پلاوی وټاکه او دا غونډه یې د طالبانو او حکومت ترمنځ مذاکراتي ناسته وبلله.
طالبانو هم دغونډې تر لغوه کیدا وروسته قطر ته له رسیدونکو افغانانو سره په مجلس کې حکومت دسولییزو هڅوپه سبوتاژ تورن کړ، او زیاته یې کړه، چې امریکایانو ورته دخپلو ځواکونو دوتلو صراحتاً ویلي، خو دکابل اداره لاهم دجګړې پلوي او دسولې مخالفت کوي.


















