خاکسار
دا چې تقريباً له يوې مياشتې راهيسې ولسمشر غني د جرګې خبرې کوي چې د ثور په مياشت کې به يوه لويه مشورتي جرګه راغونډوو او دا جرګه به د افغانستان راتلونکی سرنوشت ټاکي او راتلونکو ازادو ټولټاکنو ته به لار هواره کړي او يوه ملي او افغاني جرګه به وي، خو بلخوا بيا سياسي شنونکي وايي چې نومړې جرګه چې ولسمشر غني يې د راغونډولو اعلان کړی او دا دی نن ورځ د ثور په نهمه نېټه پيل شوه، يوه حکومتي جرګه ده، په دې جرګه کې ولسمشر غواړي تر څو يې د واک ساحه او وخت نور هم تمديد شي، له دغې جرګې څخه ولسمشر غني د خپلواک د اوږدېدلو تمه او اميد لري او يو ځل يې په ډاګه په رسنيو کې ويلي هم دي چې د مشورتي جرګې غړو تمه او اميد لري چې د واک موده به يې نوره هم وغځوي.
همدارنګه سياسي شنونکي دغه جرګه چې نن دايره شوې ده، د سولې پر ضد جرګه بولي او وايي چې که څه هم په ولسمشر غني کې د سولې د کولو شيمه لا وخت له سره موجوده نه وه خو د دې جرګې په دایرولو سره نوموړی غواړي تر څو د سولې روانې هڅې نورې هم ټکنۍ او سبوتاژ کړي، چې د ولسمشر غني دغه کار او هڅه د افغانانو په ضد کړنه بلل شوې ده او د ولسمشر پر ضد يې عامه اذهان هم راپارولي دي.
دغه شان که څه هم ولسمشر دغه جرګه بين الافغاني جرګه بولي او وايي چې د دغې جرګې په ترڅ کې افغانستان یو سالمه رهبري ومومي خو شنونکي بيا په دې اند دي چې نه، دغه جرګه د ولسمشر غني شخصي جرګه ده او ټول غړي يې يا خو دولتي اشخاص دي او يا خو هم که دولتي اشخاص نه وي نو د ولسمشر هغه خارج مېشتي فسبوکي مبارزين دي چې د ولسمشر هره ناروا کړنه رواه بولي او دلائل ورته تراشي، شنونکي په دې باور هم دي چې د دغې جرګې ګډونکوونکي هغه خلک دي چې د ولسمشر د وينا هره ښه او بده جمله به يې په چکچکو بدرګه کوله او يا به يې هم د زنده باد او مرده په شعارونو باندې د ولسمشر هره کړنه ستايله.
شنونکي له دې امله هم دغه جرګه دولتي جرګه بولي چې نن چې تقريباً په جرګه کې تر درې زرو پورې خلکو ګډون کړی وو، کله چې يوې ښځې او سړي غوښتل چې د ولسمشر غني پر خبرو اعتراض وکړي نو د ولسمشر د محافظتي ګارد او امنيتيانو له لوري په زور سره د غونډې له تالاره ووېستل شول، چې د ولسمشر د ساتونکو لخوا دغه کړنه په دې دلالت کوي چې رښتيا هم دغه جرګه مشورتي او ولسي نه، بلکې يوه دولتي جرګه ده او هغه څه به پکې ويل کېږي کوم چې د دولت خوښه وي او دلته به هغه ويناوې اورول کېږي کومې چې د ولسمشر د خوښې سره سمې وي.
نو ځکه ويلای شو چې نوموړې جرګه چې نن (د ثور د مياشتې په نهمه نېټه) دايره شوې ده؛ مشورتي او ولسي نه بلکې يوه دولتي او ولسمشريزه جرګه ده.
او بايد ولسي جرګه ورته ونه ويل شي.
همداشان د يادونې وړ ده چې په دغه جرګه کې به د سولې ضد خبرې او شعارونه هم ورکول کېږي او په دغه جرګه کې ولسمشر غني هڅه کوي تر څو د ولسي وګړو ذهنونه له هغو وحشتونو او بمباردونو بلخوا واړوي کوم چې د افغان دولت په غوښتنه د امریکا او ناټو له لوري وخت پر وخت پر افغانانو باندې تر سره کېږي.


















