(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱۰)
پخوانی جهادي قومندان او د هرات پخوانی والي تورن اسماعيل خان په اوسني حکومت او په جوړه کړای شوې لويې مشورتي جرګې توندې نيوکې کړي.
نوموړي په هغه غونډه کې چې پرون ورځ د ثور د اتم د مجاهدينو د بري ورځې په مناسبت په هرات کې جوړه شوې وه اوسنی حکومت غير مشروع وباله.
اسماعيل خان وايي، یوازې دا نه چې یاده لویه جرګه به د افغانستان د خلکو په ګټه نه وي؛ بلکې حکومت د دغسې غونډو کې د خپلې بقا هڅې کوي.
هغه وايي، ولسمشر د دې په لټه کې دی چې په ورته ډول غونډو تر راتلونکو انتخاباتو د خپل حکومت مشروعيت ثابت کړي خو په وينا يې هيڅ احتمال نشته چې د ولسمشرۍ انتخابات دې بيا هم په خپل وخت ترسره شي.
نوموړي د لويې جرګې په غونډه کې په ګډونوالو غږ کړی چې حکومت ته مشورې ورکړي چې د سولې فرصت له لاسه ورنکړي.


















