ملي لوبډله په سویلي افریقا کې له تمریناتي کمپ وروسته کابل ته راستنه شوه

کابل ټکی کام ( سه  شنبه، ۱۰ غوايي ، ۱۳۹۸ل(

 

افغان ملي لوبډله کابو یوه میاشت وړاندې د تمریناتي سیالیو لپاره سویلي افریقا ته تللې وه چې تیره ورځ بیرته کابل ته راستنه شوه.

د چارواکو په وینا چې د لوبډلې تمریناتي پلان د اورښتونو له امله سم نه دی عملي شوی.

ملي لوبډله کابل ته راستنیدو وروسته د انګلستان د سفارت لخوا غوښتل شوې وه او هلته یې د انګلستان هیواد له سرپرست سفیر جاېلز لېور سره لیدلي وو.

لېور د افغان لوبډلې ستاینه وکړه او ویې ویل چې د کرکټ په نړۍ کې افغان لوبډله یو قوي ځواک دی.

د نوموړي په خبره چې دا ځل به افغان ملي لوبډله سترو لوبډلو ته ماتې ورکړي.

لوبډلمشر ګلبدین نائب د انګلستان له مرستیال سفیره مننه وکړه او زیاته یې کړه چې لوبډله به خامخا افغانانو ته خوښي وربښي او بریاوې به راوړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button