سهیل محمود: پاکستان د افغان سولې په اړه د واشنګټن د هڅو ملاتړ کوي

کابل ټکی کام ( سه شنبه، ۱۰ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

پاکستاني چارواکي وایي چې د افغان سولې په اړه د واشنګټن له هڅو او کوښښونو ملاتړ کوي.

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې په اړه لیدنې کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر سهیل محمود له خلیلزاد سره په لیدنه کې ویلي چې د دوی کوښښ دادی ترڅو په ګاونډي هیواد افغانستان کې روانې اوږدې جګړې ته د پای ټکی کیږدي.

زلمی خلیلزاد په اسلام کې دی او په دې سفر کې ورسره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز هم ملتیا کوي.

دوی ښایي د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم وګوري.

خلیلزاد به قطر ته هم ولاړ شي او هلته به د طالبانو سره یو ځل بیا خبرو ته کیني

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button