د عمر ثالث د خولې (کټه مټه) وينا په متن کې

ليکوال : امين وردګ
د ليکوال سريزه
دا هغه (23 دقيقه ايزه تاريخي) وينا ده چې (عمر ثالث) دکندهار ولايت د ميخانيکي لېسې په تالار کې-يوې لويې جلسې ته آورولې وه او ما له ثبتي څخه کټه مټه ، د ده په خپله لهجه او اصطلاحګانو سره- متن ته را واړوله او دغه نښانه (—–) پکې د اوږدې دمې ده، د ځينو اصطلاحاتو ماناوې مې هم په قوسونو () کې وليکلې تر څو ګرانو لوستونکو ته د لوستلو پر مهال ستونزې پيدا نه شي ! .
((د وينا بشپړ متن))
“اعوذ باالله من الشيطان الرجيم ، بسم الله الرحمن الرحيم ، الهم صل على سيدنا و نبينا و مولانا محمدٍ و على آل سيدنا و نبينا و مولانا محمدٍ و بارک و صل و سلم على جميع الانبياء و المرسلين و على کل ملائکة و المقربين و على عباد الله صالحين.
اعوذ باالله من الشيطان الرجيم ، بسم الله الرحمن الرحيم ؛ والعصر ان الانسان لفي خسرٍ الا الذين آمنوا و عملوا الصالحات و تواصوا باالحق و تواصوا باالصبر.”
محترمو علماى کرامو ، مشايخو !
که څه هم له موږ سره مناسبت نه لري، ستاسو په مخکې زموږ او ست…(؟) کاره وينا، خو بيا هم ! د اسلام پر بنياد باندې موږ وايو چې ——که څه پايده وکي !
اوف هو —- ! خو خبره دا شى ده ، بيا په —–طلباوو کرامو چې —- دا حرکت شوروکړى دى —–او په دې کار اخته دي ؛ طاليبانو ډېره غټه دعوه کړې ده —هر چا چې پوښتنه جينې کړې ده ؛ که جرنالست کړې ده ، که يو مملکت کړې ده ، که عوامو کړې ده ، که دښمنانو کړې ده ، که خواصو کړې ده.
د دې طاليبانو و هغو خلکو ته دا بيان دى ، دا يې وينا ده ، دا يې جواب دى ؛ چې پوښتنه چا کړې ده چې : د طاليبانو کم هدف دى ، د طاليبانو کم مرام دى ؟
طاليبان و دا ويلي دي چې؛ موږ چې يو —— دا د خداى پر مځکه کې، دا د خداى دين پياده کوو ، دا د خداى د کليمې خدمت کوو—-شرعي احکام او حدود د الله برپايه(پلي) کوو.
دا يې جواب دى، له اوله ابتدا څخه تر وسه پوري يې دا جواب دى او دا يې خبره ده ، دغه يې هم مرام دى —–واقعاً !
خو خبره دې ځاى ته راله—-طلباوو خو دا دي قربانۍ ورکړلې او هم دا دى ورکيي يې —روان دي ، ولاړ دي.
خو علماوو ته زما خطاب دى !
و دغو علماوو ته چې حاضرين دي او هغو علماوو ته چې دا پيغام بيا ورپسې شاته چې څوک پاته دي—دا امانت دي چې بيا يې و رسيي !
د هرې منتيکې عالم و خپل د خپلې منتيکې علماوو ته و رسيي !
په علماوو کې څه ناڅه، يو په کمه اندازه ، په ډېره کمه اندازه باندې يو څه غِفلت سته !
خو دا دعوه چې موږ کوو چې ؛ موږ د اسلام دين نو که د خداى په مځکه کې پياده کوو ، د خداى حدود برپايه (پلي / حاکم ) کوو.
دا د الله حدود چې دي! دا څوک بر پايه کيي ؟
طاليبان خو هغه دي خالي يې توپک په لاس کې دی ، روان دی ؛ نن ژوندی دى ، سبا شهيد دى ، بله ورځ زخمي دى— خو دغه يې کار دى چې دغه مځکه –دپ —- د پساده خلاصه کي ؛ د پساقو پجارو (فساقو ، فجارو) څخه دا مځکه خلاصه کي ؛ دغه يې خذمت دى ، دغه يې کار دى !
دا دعوه چې دا طاليبان کيي چې وايي “موږ د خداى حدود د خداى په منځکه کې برپايه کوو”
دا دعوه د علماوو پر سر سره کيي !
دا دعوه چې دوى کيي ؛ دا په دې سره کيي چې زموږ تر شا علما لرو ، موږ په علماوو سره به نو دا دخداى حدود برپايه کوو ؛ د خداى حدود چې دي طلباء يې په څه شکل برپايه کي ؟
خو اندازه د شريعت چې ده ؛ هغه علماوو ته مالومه ده ؛ طلبو–طلباوو ته خو نه ده مالومه.
د بديع الميزان ، قطبي ، کنديې طالب دى ؛ دېته څه مالومه ده !
خو سيرپ (يوازې) دغه ورمالومه ده چې ؛ دا د خداى هغه ضروري علم چې دى هغه علم ضروري ورمالوم دى چې په دې يې يقين دى چې دا حق ، دا باطل دى.
دا مسئلې په مابين د مسلمانانو کې دا به څوک خلاصيي؟ دا به څوک دا حدود برپايه کيي ؟
خو بعضې علماوو هغه دى يو څه خدمت کړى دى.
بعضې علماء له ځان سره پو پيکر کيي چې {لايکلف الله نفساً الا وسعها}
نو زه دا خوايش کومه چې؛ د دي —- ودې آيات ته کماحقه ميصداق ورپيدا کړئ !
زه په يوه مدرسه کې ومه، يوه کيشنۍ مدرسه مو جوړه کړې وه ، 15 يا 20 کسه انډيوالان وو يعندې سبق مو وايه دا د مځکې سر ټوله پساد و نيوئ—-قتل – قتال ٶ ، چور – چپاول پوساقو پوجارو د مځکې سر ونيوئ.
مانا ! دا وضعه وتاسو ته مالومه وه چې تېره سوله! يعندې ؛ خلکو تصور نسواى کولاى چې دا به په څه شکل باندې دا—اصلاح راځي ومابين ته ؟
نو دا چې ؛ ما سبک وايه، نو زه را ولاړ سومه ؛ دا چې ما تصور وړى واى نو خو دا {لايکلف الله…} دا ما لره کاپي نه وو ؟
وام خالي تصور چې مي داو– وهلى واى! نو ما څه په کړ— څه به مې په کدرت کې وه ؟
دا {لايکلف الله…} دا ما لره کاپي نه ٶ ؟
وام خو نو دا—-وام توکل توکل محض مې وکئ، توکل محض ناکامي نه لري !
توکل محض ډېر زور غواړي ، توکل محض زه غواړم د دې علماوو څه !
خلک به وايي چې ؛ دا تحريک د څه وخته څه را روان ٶ او په څه شکل باندې ٶ ، په څه خوپيه شکل باندې ٶ ، د کمې خوا څه همايه کيدئ ، و د کمې خوا څه ترتيبېدئ ، و د کمې خوا څه روزل کېدئ ؟
د دې تحريک اپتيدا دغه وه چې په دغه دايره کې ، په دغه مدرسه کې ما کتاب کت کئ ، زه وم يو بل سړى مې هم راسره ملګرى کئ ؛ داغسې پياده له سنګساره څه زنګاوات ته پوريوتلو —په زنګاوات کې مو د يو سړي څخه موټرسيکل واخيستئ ((سرور)) نوميږي، ښار ته بيا پسې ولاړو ، موټرسيکل مو جينې واخيستئ، دا سړى مې تر شا سپور کئ، دا بل مولي صاب ٶ ، دا مې راسره ملګرى کئ، دا مې تر شا سپورکئ، دغه يې اپتيدا وه ، دا چې نن پوريوتمه، مازې مې تصور وواهه ، نو پوريوتم، دغه يې اپتيدا وه ، د دغه و آخوا ته بل تصور را بند کئ! و آخواته ام هېڅ شى نه وو !
پر ((موټرسيکل)) پورېوتمه، وام پورېوتمه ! هلته مې د يوه سړي څخه موټرسيکل واخيستئ ، بيا مې و دې سړي ته وويل (دې مولي صاب ته) چې ته راشه ، پر دې دايرو (مدرسو) به وګرزيږو ، دا طاليبانو باندې به وګرزيږو ؟
نو د زنګاوته څه تلوکانو ته پر پښو ولاړو ، بيا مو نو ماښام ٶ راباندې، په دا ماښام کې پر يو ترخو کې روان وو، بيا مې دا مولي صاب ته وويل–ماول دغه (ترخې !) دا چې روان يو ، دا بيا په ياد لره ، يو —–يو ((تحول)) ان شاءالله راځي !
نو و دغه موټرسيکل مو جينې واخيستئ، سهار مو شورو په وکړه ، يو دايرې ته ورغلو 14 کسه طاليبان هلته وسيدله ، سره راټول مو کړله، دا توکل محض له پيکره مه باسئ !
چې هغه مو سره راټول کړل ، شاوخوا مو سره را دوره کړل، باره مو ورته وويله چې: دا د خداى دين پايماله سو ، دا د خداى دين پر دغه تريکه (طریقه) چالان دى —– چې هغه دى ډېر په يوه خوپيې ډول باندې مسلمانان هغه دى کيي ؛ په رښتيايي سره چې دى ؛ هغه ډېر سست چالان دى ؛ پوساقو پوجارو ټوله منتيکه (منطقه، سیمه) ونيوله ؛ چور چپاول چالان دى ، پر عام ډمبر باندې د خلکو ناموس کښته کيږي —– د خلکو مالونه کښته کيږي ؛ پر عام ډمبر(قير سرک) باندې يې مړ کړي باره يې و ډبرې ته کښېنيي، موټران تېريږي پر ډمبر ، پر ډمبر باندې مړى ناست يي !
دونه څوک نسته چې پټ يې کي !
دا مو ورته وويله چې ؛ دغه سبقان ام ويل کيږي ، په دغه ترتيب باندې چې ((مرده باد ، زنده باد)) باندې دا خبره نه حل کيږي—-موږه را ولاړيږو، دغه طاليبان که خدمت واقعاً کيي! د خداى د رضا د پاره دا سبق پرېښوول کيږي ، دا سبق نسته !
او نه چا وعده راکړې ده د يوې اوغوانۍ (افغانۍ) يا د ډوډۍ… پر دغه وطن کې به سوال کوو ، پر دا وطن کې به پر مسلمانانو باندې -که چا راکړه که يې نه کړه را.
سبق بيا نسته او دا کار چې دى هپته نه دى ، ورځ نه دى ، مياشت نه دى ، کال نه دى دا !
د چا په کودرت (قدرت) دى ، که نه دى په کودرت ؟
او دا مې هم ورته وويل چې —-تاسي—-دلاوري به مې هم ورکړه ؛ چې مال : پاسق پاجر —– آ وخت کې ګرمي ام وه- مال په دغه غرمې کې پر دغه خځه (سنګر) ناست دى ، که که تور ګيټ (؟) دغسې دى !
د خداى و دښمني ته ناست دى اعلانيه يې کيي .
موږ او تاسو د خداى ، د خداى د دين هم ځان بولو او د خداى دين ته اعلانيه نسو کولاى .
دونه غفلت مه کوئ!
دونه بې غيرتيا مه کوئ!
په دغه څورلسو انسانانو کې چې داغسې مو ورته– ورته کړه چې ؛ بيا مو—که مو ځاى ونيوئ ؛ پر هغه ځاى باندې به ناست يو او که مو خير–ځاى فتحه کړئ ؛ هغه به بيا نه ايله کوو.
سبک (سبق) نسته او چيشي نسته او يوه اوغوانۍ نسته ، اسلحه هغه ده نسته؛ هغه به په سوال پيدا کوو !
کړئ استې ، که يې نه کوئ ؟
په دغه څوارلسو انسانانو کې يوه انسان والله که ويلي دي چې: زه يې کوم.
نو —– په دا څوارلسو کسانو کې، يوه هم والله که ويلي دي چې په دغه شکل باندې يې زه کومه، ول د جمعې په شپه که کار ٶ کوو يې ، کني نه يې کوو !
مال پس د جمعې يې څوک کيي ؟
خداى شايد (شاهد) دى ؛ دغه خبره داغسې ده ، په محشر هم دا شايدي زه ادا کوم !
نو که دا دايره ما “تسعى فيه” ګرځولې واى ؛ دا توکل محض څه ، پر هغه وخت باندې —–زه څه درته وايمه! که دا دايره “ما تسعى فيه” و ګرزيږي ؛ نو وام نورې به مې هم ورقياس کړې واى ؛ بېرته به راتلاى و هغې خپلې مدرسې ته.
نو بيا مې چې هغه د خدايه سره وعده کړې وه ؛ نو بيا مې په هغه خپله وعده سره وفا وکړله، خداى دغه مامله وکړه !
نو— نور مې پسې پرېښووله ، راغلمه بلې مدرسې ته ؛ -_هلته پنځه وو که اووه کسه وو _ هغو ته مې هم په هغه شکل خبره درنه کړه، هغه اوو سرو ځانونه نوشته کړل.
خو يو امت دى! دا داسې نه دي چې ؛ هغه جلا ګرزڼ (؟) ٶ ، دا جلا ګرزڼ(؟) ٶ ؛ يا هغه کوشنيان وو ، دا لويان ، يا هغه سپين ږيري وو يا دا ځوانان وه ، يا هغه ښځې وې دا نر وو.
دا په اپتيدا کې د دې کار کې ؛ دا داسې يو حکمتي کار ٶ، دا دسې د يو امتحان دوره پر ما باندې پر دا اوله پله (ځل) کې راله.
نو دغه يې اپتدا ده چې د دغه ځايه څه مو شورو کړه ، تر مازديګره مو دغه موټرسيکل وګرځاوه؛ دروپينځوس کسان مو برابر کړل.
دغه د توکل محض انسانان مو دروپينځوس نفره برابر کړل.
مازديګر چې زه جينې راپوريوتمه، ما ورته ول سبا راسئ! دوى پر دغه شپه کې، پر بې—–پر يوه بجه باندې راپوريوتل———-
(( دلته سلګيو واخيست.لیکوال ))
بل چا ناره کړه ” ناره يې تکبير ؛ الله اکبر ، الله اکبر ، الله اکبر.
اسلام : زنده باد.
نو دغه يې د تحريک اپتيدا وه، چې په دغه شپه کې را پوريوتله ؛ شواروز دا دى ګوره نه دى پره ، په سهار کې زموږ يو مولي صاب دى، هغه تللى ٶ خپل امامت ته ؛ لمانځه ته سهار وختي تللى دى! دا طاليبان ام په شپه کې راپوريوتلي دي——-سهار چې لمونځ وسو ؛ هغه مقتدې يې ورته وايي ” ما برايي [د شپې] خو داسې قران چې خوب وليدئ”
وايي څنګه خوب ؟
“ول دغه سنګسار ته ملکې [ملائکې] راغلې وې—— اوف هه
((دلته د امير صاحب (رحمةالله) سلګۍ بيا ګړندۍ شوې .لیکوال))
داسې پاسته پاسته لاس يې ول — نو ده — بيا ما ورته وويل ؛ مال ؛ تاسو پر ما هم لاسونه تېر کړئ —–اوف هه
((بيا سلګويو واخيست؛ دلته د تکبير نارې هم پورته کېدلې.لیکوال))
نو دا د تحريک اپتدا وه ، دغه يې کار ٶ ؛ دغه يو شواروز کې دا د تحريک اپتدا وه چې ٶ—-چې وشوول سوله ، په شپه کې را پوريوتله ، سهار د لسو بجو باندې مو موټران دوه پيدا کړل ((حاجي بشر)) ته مو وويله چې يوه يونو (هينو) يوه بيپور (ډاډسنه) يې راکړل ، موږ و کيشکينخود ته وروستله.
په کيشکينخود کې دغه خلک زموږ سره يو ځاى سوله ؛ حتى چې باره پسې ډېرېدله.
نو مو په سوال باندې د دغه خلکو څخه په ((پنځه پنځه ميله)) باندې څه اصلحه پيدا کړله.
دغه يې اپتيدا وه ، دغه يې شورو وه چې جريان يې پيدا کړ.
نو دا د توکل محض ثمره وه !
توکل محض چې دى، هغه نه ناکامه کيږي ؛ نو موږ د دغه علماي کرامو څخه دغه خواسته (غوښتنه) کوو چې توکل محض وکي
خداى ناکرده که دا زموږ دعوه ناکامه کېدله (دا زموږ غټه دعوه چې موږ وايو چې موږ په دې ملک کې د خداى دين پياده کوو ، د خداى حدود برپايه کوو)
خو تاسې په دې پوه ياست چې دا حدود بې علماوو ماسوا بيا بل څوک نه سي برپايه کولاى !
علماء يې پر کمو وظيپو (دندو) پر کمو رطبو کې برپايه کيي ؟
هغه رطبې بايد وپېژنئ ؛ چې دا پر کمو رطبو او پر کمو وظيپو کې دا حدود برپايه کيږي !
نو دا د هغه ځاى علماء پر داسې يو ټينګ عزم او په داسې اخلاص سره ودريږي—–خداى ناکرده! پر دې صف کې مو کمزوري راځي ، په دې صف کې سبا د طاليبانو هغه خپل شناخته لمونځ يې نه يي زده، يېر (هېر) به سي جينې !
نوى نسل روزل غواړي ؛ په دې کې غفلت سته ؛ په زور مو ورته درولي دي ، خطونه مو ورته نوشته کړي (ليکلي) دي ؛ که ته سبق وايې ويې وايه ، که نه يي نو؛ دې ځاى ته موږ بل ملا راولو، ته به باريږې !
نو په دا وچ زور سره —– دغه به د ده کم ثواب يي ؟
دغه به دى به د خداى څه پر دغه عمل کم اجر وغواړي ؟
پر دغه تحريک کې به —دغه تحريک ډېر غټ اخلاص پکار دى —– خداى—- هغه عذر به موږ جينې قبلوو —د عالمه څخه ؛ هغه عذر زه پخپله قبلومه چې ؛ هغه عذر په نزد د خداى قبول يي ؛ هغه دى او خداى سره خبر دي !
په خوله باندې سړى معذور نه بلل کيږي ؛ چې په خوله ووايي چې ؛ زه معذور يمه، خو دى او الله سره خبر دي.
وام هغه عذر زه قبلوم (د عالماوو څخه چې) چې هغه په نزد د خداى قبول يي.
د ليکوال يادښت :
ګرانو لوستونکو ! دغه ليکنه آسانه نه ده ليکل شوې ؛ نږدې دوې هفتې وخت يې اخيستى ؛ ما د دې د پاره (کټه مټه له ثبت نه) متن ته را واړوله ؛ تر څو هغه (اصلي بڼه) له لاسه ور نه کړي او د وينا ارزښت کم نه شي ؛ نو ځکه خو بايد زما په هکله سمه پرېکړه وکړئ !
انتقاد او وړانديز مو په لېمو منم ، ستاسو د دعا په هيله ؛ ستاسو خدمت کوونکى (امين وردګ)



