کابل ټکی کام ( پنجشنبه، ۱۲ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
له یوناما وروسته دملکي وګړو دخوندیتوب ادارې هم دملګي وګړو د وژنې عاملین افغان ځواکونه بللي، د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ وایي، که څه هم په تېره میلادي میاشت کې د وړمې میاشتې په پرتله ملکي مرګ ژوبله کمه وه خو په دغه میاشت کې تر نیمایي ډېر تلفات د افغان ځواکونو په هوایي او ځمکنیو عملیاتو کې اوښتي دي.
یادې ډلې په افغانستان کې د ملکي وګړو د تلفاتو په اړه د اپریل د میاشتې په تازه راپور کې ویلي، چې په دغه میاشت کې ۱۲۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴۷نور ټپیان شوي دي. د راپور له مخې، د اپریل د میاشتې په وژل شویو او ټپیانو کې ۲۸ماشومان او ۱۳ ښځې هم شاملې دي.
راپور زیاتوي، تیره میاشت د افغان ځواکونو په عملیاتو او هوايي بریدونو کې ۷۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان شوي دي.
راپور دغه راز کاږي چې د وسله والو مخالفینو له خوا د هدفي بریدونو په ترڅ کې بیا ۱۴ کسان وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.
داپه داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې یوناما په خپل وروستي راپور کې دملکی وګړو دتلفاتو ډېری سلنه په داخلي اوخارجي ځواکونه وراچولې وه، او زیاته کړې یې وه چې داتلفات په ړندو بمباریو اوشپنیو چاپو کې اوښتي.


















