سعودي عربستان په سره سمندرګي کې دایران کښتۍ ژغورلې

کابل ټکی کام ( پنجشنبه، ۱۲ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

نن دسعودي عربستان ساحلي ګارډ په سره سمندرګي کې د جدې بندر ته نږدې د ایران د تېلو یوه کښتۍ چې د بېړنۍ مرستې غوښتنه‌یې کړې وه، ژغورلې ده.

چارواکو نن سهار وویل چې د “هپینیس یو” له کښتۍ څخه چې ماشین‌یې له کاره لوېدلی او کنټرول‌یې له لاسه ورکړی و، د بېړنۍ مرستې غوښتنه ترلاسه کړې وه.

دا پېښه د جدې جنوب په ۷۰ کېلو مترۍ کې پېښه شوې.

عرب نیوز د سعودي د ساحلي ګارد د چارواکو په حواله ویلي چې د دغې کښتۍ ټوله ۲۶ عمله چې ۲۴یې ایراني سرتېري او دوه بنګله‌دېشیان دي، ژغورل شوي او هم چاپېریال ته د زیان رسېدو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات شوي دي.

د ژغورل شوې عملې مشخص ځای نه‌دی ښودل شوی او د ایران دولتي رسنیو هم تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي.

«ټانکر ټرکر» وېب‌پاڼه چې په نړۍ کې د کښتیو حرکت څاري، اټکل کوي چې دې کښتۍ یو میلیون او ۲۲۰ زره بېرله اومه تېل لېږدول.

ایران اوسعودي عربستان دوه رقیب هېودونه بلل کېږي، چې ډېری وخت یو پر بل دنیوکو اوبندیزونو کوښښ کوي، خو څارونکي ددغسې اقداماتو ترسره کول، ددواړو هېوادونو داړیکو په ښه والي کې مثبت بولي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button