په تورلیست کې دجیش محمد دمشر په داخلولو دفاع وزارت خوښي ښودلې، اوهرکلی یې کړی

کابل ټکی کام ( پنجشنبه، ۱۲ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

د ګډحکومت دفاع وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا په تور لیست کې د جیش محمد پاکستانۍ وسله والې ډلې د مشر مسعود اظهر د داخلولو هرکلی کړی دی.

 د یاد وزارت ویاند قیس منګل ویلي چې د ملګرو ملتونو تور لیست کې د اظهر شاملول به د افغانستان له امنیت سره مرسته وکړي.

هغه زیاته کړې اظهر نه یوازې په افغانستان کې په یو شمېر بریدونو کې لاس درلود بلکې د سیمې امنیت ته هم ستر ګواښ و.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په پاکستان کې د فعالې وسله والې ډلې مشر مسعود اظهر نوم په خپل تور لیست کې شامل کړی دی.

دمسعود اظهر ډلې په دې تړاو تراوسه څه ندي ویلي.

جیش محمد ډله په هندي کشمېر کې په بعضو لویو بریدونو تورنه ده، چې په دې وروستیو کې هندوستان ډیرې هڅې وکړې، ترڅو نوموړې ډله دبندیزونو په لیست کې داخل کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button