غزني: مشهور “شمس العارفین زیات” په بمونو الوځول شوی
کابل ټکی کام ( پنج شنبه، ۱۲ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
تیره شپه د غزني په ښار کې د شمس العارفین په نوم مشهور زیارت د نامالومو کسانو لخوا په بمونو الوزول شوی دی
د سیمې د خلکو په وینا چې د شپې په ۳ بجې باندې د درنې چاودنې غږ واورېدل شو خو پوهیدل نه چې څه پیښه ده
د سیمې خلک وایي چې سهار دوی پوه شول چې د شمس العارفین زیارت په بمونو الوزول شوی دی
د غزني ولایت چارواکو د پیښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې پلټنې یې پیل کړي ترڅو د دې پیښې عاملین ونیسي
د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست هم په دې پیښه خواشیني ښودلې او دا یې د هیواد په مهمو اثارو یو تیری بللی دی



