ننګرهار: د ناپيژانده وسله والو په ډزو ديني عالم وژل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱۴) 

د ننګرهار ولايت د حکومت تر حاکميت لاندې سيمو کې يو ځل بيا د ديني عالمانو د وژنو لړۍ پيل شوې چې پر دوام يې تيره شپه هم د ناپيژانداه وسله والو په ډزو یو ديني عالم وژل شوی او وسله وال په تيښته بريالي شوي دي.

پيښه د بهسودو ولسوالۍ مربوط د هډې اخندزاده په سيمه کې رامنځه شوې ده.

ديني عالم قاري محمد حنيف محمدي د یوه مسجد ملا امام او د نجم القران په نوم مدرسه يې لرله چې زده کوونکو ته يې پکې خپله هم دينې زده کړې ورکولې.

د سيمې خلکو له حکومت غوښتي چې د نوموړي قاتلين پيدا او د قانون منګولو ته وسپاري.

تير کال هم په ننګرهار کې ديني عالمان تر هدفي وژنو لاندې راتلل چې له تيرې څه مودې راهيسې دغه لړۍ بنده شوې وه خو نږدې يوه اوونۍ کيږي چې په ننګرهار کې د ديني عالمانو ترور بيا پيل شوی دی.

تر دې څو ورځې مخکې د بهسودو ولسوالۍ اړوند په بلندغر سيمه کې د قاري فیض محمد په نوم د مسجد ملاامام په ډزو ووژل شو، او له هغه مخکې د جلال اباد ښار په انګور باغ سيمه کې يو ديني عالم په ډزو وژل شوی و چې قاتلين يې له سيمې په تيښته بريالي شوي و.

تر اوسه د دغه هدفي وژنو مسؤوليت چا په غاړه نه دی اخيستی خو ځایي اوسيدونکي وايي، چې دغه ډول وژنې د سيمې او امريکايي استخباراتو په اشارو ترسره کيږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button