ويسا: د ولسمشر غني کمپايني جرګه په خير پای ته ورسيده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱۴)

له کابله خپريدونکې ويسا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې تيره مشورتي لويه جرګه د ولسمشر غني کمپايني جرګه بللې وايي، ډير شکر چې د ولمسمشر غني کمپايني جرګه په خير تيره شوه او کابل ښاريان له شپږ ورځينۍ کلابندۍ خلاص شول.

ويسا ليکي، حکومت یاده جرګه تر يوې اندازې ښه مديريت کړه زياتوي د جرګې ځينې ګډونوال د حکومتي نظرونو مخالف و خو ډیری عام افغانان د سولې پلوي او د جګړې مخالف دي په وينا يې حکومت بيا هم دغه جرګه د خپلو موخو لپاره وکاروله.

ويسا ليکي، اولس چې کومه تمه له جرګې لري هغه په هيڅ صورت له دغسې جرګو نه شي کيدای زياتوي (اصلاً په دغه جرګه کې د ارګ هغه شعارونه په ناقص ډول تکرار شول چې د سولې په تړاو يې اوچتيدل).

ويسا نيوکه کړې ، چې د جرګې پر مهال په روانو بدمرغيو، د ګاونډيو، امريکا او نورو هيوادونو د رول او د هغوی ستراتيژيکو موخو ته پکې هيڅ یادونه ونه شوه.

په مقاله کې راغلي، د جرګې مشر استاد سياف هڅه وکړه چې دغه جرګه د ولسمشر غني کمپاين معرفي نه شي خو په وينا يې د سولې لپاره چې په کومو ټکيو تکراري ټينګار کيده، نو دغه شعاري ډول يې همدې معنا لرله چې ارګ غواړي جرګه له انزوا راوباسي او دغه هڅه يې تر يوې اندازې بريالۍ هم وه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button