مجاهد: پکتیا کې وژل شوې میرمن شخصي جنایي پیښه ده، موږ یې ردوو

د پکتیا ولایت چارواکو ادعا کړې چې د دې ولایت په احمدخیلو ولسوالۍ کې طالبانو یوه ښځه او هلک وژلي دي.
د چارواکو په وینا چې طالبانو ښځه او هلک ځکه وژلي چې د دې میرمنې خاوند په عسکرو کې دنده درلوده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د حکومت دا ادعا رد کړې ده.
نوموړي په یوه ټویټ کې ویلي چې دا پیښه موږ ردوو او په خبره یې چې دا کومه شخصي جنایي پیښه ده.
د طالب ویاند په ټکو چې:” دښمن غواړي له داسې پيښو څخه زموږ په ضد تبلیغاتي ګټه پورته کړي.”
د افغان حکومت لخوا دا خبر په داسې حال کې خپریږي چې په کندوز ولایت کې د نظم عامه پولیسو لخوا په یوه میرمن د هغه د خاوند په مخ کې جنسي تیری شوی دی.



