په کندوزکې دنظم عامه پولیسو لخوا په یوې مېرمنې جنسي تېري د افغانانو سخت غبرګونونه پارولي

کابل ټکی کام ( شنبه، ۱۴ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

تېره ورځ دشمشاد تلویزون لخوا یوه ویډیو خپره شوه چې یوې مستورې میرمنې په ژړا کې پر هغې دشوي وحشت کیسه کوله، او دنه پوښتنې په صورت کې یې دځان وژنې ګواښ کاوه.

داویډیو پر ټولنیزو رسنیو هم خپره شوه چې دې مېرمنې پر عامه‌ نظم پولیسو د جنسي تېري تور پوري کړی او وایي، “څو کسانو چې د عامه‌نظم یونېفورم یې په تن و، د کندوز په ابدان دښته کې له خپل زوی او خاوند څخه په زور ښکته کړه او وروسته یې  ددوی پر وړاندې پرې  جنسي تېری هم کړی دی.

دې قضیې په ټوله نړۍ کې دافغانانو او مسلمانانو غبرګونونه راپارولي، خلکو حکومت ته ګواښونه کړي، ددې ظالمو پولیسو عاجله محاکمه یې غوښتې.

یوشمېر با جرأته محصلینو، او استاذانو دبېغیرتۍ ګوته ځانته نیولې، اوپه وینا یې؛ که دهلمند په وحشت دوی عملی اقدام کړی وای، داپیښه به نه تکراریده.

بلې خوا دکندوز ولایت دنظم عامه پولیسو په یوه خبرپاڼه کې داپیښه تائید کړې، اودعاملینو دنیول کېدا خبر یې ورکړی.

دوی زیاته کړې، چې یو پلاوی یې ټاکلی څو دقضیې ترڅېړلو وروسته مجرمینو ته سخته سزا ورکړي.

په سوشل میډیا کې دطالبانو په نام فعالیت کونکو سختې ګوتڅډنې کړي، یوشمېر لیکوالانو دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خپلو لیکنو ته مینشن کړی، ددې پیښې دسخت انتقام غوښتنه یې ترې کړې.

تراوسه نه طالبانو او نه هم حکومت ددې پیښې په اړه رسماً څه ویلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button