طالبانو په کندوز کې دروژې په مناسبت، دخپل زعیم په فرمان ۱۳ دولتي سرتیري ازاد کړي

کابل ټکی کام ( شنبه، ۱۴ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
وسلوالو طالبانو په کندوز ولایت کې د راتلونکې روژې مبارکې په مناسبت دخپل زعیم شیخ هبة الله اخندزاده په حکم له زندان څخه ۱۳ تنه دولتي سرتیري ازاد کړي.
دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دیوې اعلامیې په خپرولو سره ددې خبر پخلی کړی، اوزیاته کړې یې ده چې داسرتیري څه موده وړاندې دامام صیب په قرغان تیپې، الف بیردي اوچهل کپو سیمو کې نیول شوي وو، چې نن خپلو کورونو ته واستول شول.
طالبانو زیاته کړې، چې دې عساکرو دخپل بند په موده کې داحقیقت درک کړ چې دوی دامریکايانو په دفاع اوپلوي کې ولاړ وو.
او دهیواد او اسلام پر وړاندې د سترې جفا مرتکبین وو.
دوی وايي چې دې سرتیرو په خپلو کړو اعمالو پښیماني او ندامت ښکاره کړ، او اسلامي امارت سره یې کلکه ژمنه وکړه چې بیا به هیڅکله هم داشغال تر چتر لاندې دمسلمانانو خلاف جګړه ونکړي .
طالبان زیاتوي، چې له ازادو شویو عساکرو کلک تضمین واخیستل شو چې خپل عادي ژوند به کوي، اوخپلو کړیو اعمالو ته به بیا نه ورګرځي.
ددې سرتیرو خلاصون دامارت د زعیم او امیرالمومنین دفرمان په اساس شوی، چې هر سرتیري ته یوه، یوه جوړه کالي، او دلارې کرایه هم ورکړل شوې، او خپلو کورونو ته استول شوي.



