د اروپايي ټولنې استازی: د مذاکراتو په جريان کې دې ټول اړخونه جنګ بند کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱۵)
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازی رونالډ کوبيا وايي، د مذاکراتو په جريان کې دې ټول اړخونه جنګ بند کړي.
کوبيا ويلي، اروپايي ټولنه په افغانستان کې د جګړې د ختميدو او سولې غوښتونکې ده بايد ښکيلې خواوې د رامنځته شوي فرصت ګټه واخلي.
نوموړی زياتوي، دا چې په تيرو څو مياشتو کې هم مذاکرات روان دي او ورسره څنګ کې جګړه هم هم دوام لري خو اوس د دې اړتيا ده چې ټولې خواوې د مذاکراتو په جريان کې دغه جګړه بنده کړي.
هغه وايي، د افغانستان د جګړې یوازينی حل مذاکرات او خبرې اترې دي چې بايد جدي ونيول شي.



