کابل ټکی کام ( یک شنبه، ۱۵ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
راپورونه وايي چې یوشمېر وسلوالو د بغلان د امنيې قوماندانۍ پر ودانۍ ډله ييزه حمله کړې ده.
د ولايتي شورا يوه غړي بسم الله عطاش نن رسنیو ته وويل، چې يو تن بریدکونکي امنيې قوماندانۍ ته څېرمه منفجره موادو ته انفجار ورکړی دی.
د ښاغلي عطاش په خبره درېيو نورو حمله کوونکو، چې د قوماندانۍ انګړ ته دننه شوي، جګړه یې پيل کړې ده.
راپورونه وايي په امنيه قوماندانۍ کې دويمه چاودنه هم شوې ده.
د بغلان د روغتیا رياست مرستیال ازادي راډيو ته وویل چې د دغې پېښې له ځایه روغتون تر دې دمه ۱۲ ټپیان انتقال شوي دي.
دطالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد د حملې مسووليت منلى دى.
د بغلان د عامې روغتیا مرستیال ازادي راډيو ته وویل چې د دغې پېښې له ځایه روغتون تر دې دمه ۱۲ ټپیان انتقال شوي دي.
طالبانو دخپلو نویو عملیاتو له پیلېدا سره سم خپلو جګړو ته زور ورکړی، په دې وروستیو کې بیلا بیلو جهتونو ورڅخه داوربند غوښتنه وکړه، خو دوی اصلي علت دبهرنیانو شتون یادوی، اوپه عاجله توګه یې وتل غواړی.


















