کابل ټکی کام ( یک شنبه، ۱۵ غوايي ، ۱۳۹۸ل )
امریکايي ځواکونو تېره شپه د لوګر ولایت په پادخواب سیمه کې شپږ ملکي وګړي وژلي دي.
د لوګر د ولایتي شورا رییس حسیب الله ستانکزي ددې پېښې د پخلي تر څنګ ویلي چې بهرنیو ځواکونو یاد عملیات له ولایتي ادارې سره له همغږۍ پرته تر سره کړي دي.
د هغه په خبره په وژل شویو کې ماشومان هم شامل دي. ستانکزی وایي، سیمه لا هم د بهرنیو ځواکونو په کلابندۍ کې ده او تر اوسه یې مړي هم خلکو ته نه دي سپارلي. هغه د بهرنیو ځواکونو لخوا ورته عملیات غندلي او د ملکیانو ژوند ته یې د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.
دا لومړی ځل نه دی چې د بهرنیو ځواکونو لخوا ملکیان په نښه کېږي بلکې تر دې وړاندې هم په بیلابیلو ولایتونو کې د بهرنیو او کورنیو ځواکونو په عملیاتو کې ملکیانو ته د سر او مال زیانونه اوښتي دي.
دوه ورځې وړاندې په شپنیو چاپو کې دمتضرره شویو کورنیو غړو له حکومت څخه په عاجله توګه ددې عملیاتو دبندېدا غوښتنه وکړه.
خو دهرې ورځې په تیرېدو سره دملکي وګړو وژنه زیاتیږي.


















