له دې وروسته په مسنجر کې هم ریپلای کولای شی

کابل ټکی کام (یک شنبه، ۱۵ غوایي، ۱۳۹۸ل)

د فیسبوک کمپنۍ د مسنجر په اپلیکیشن کې نوې زیاتونې او اسانتیاوې رامنځته کړي دي.

له دې مخکې موږ نشوای کولای چې په مسنجر کې یو پیغام ریپلې کړو خو د مسنجر په نوې بڼه کې تاسو دا هر څه کولای شئ.

د نورو اپلیکیشنو په څېر اوس په مسنجر کې هم خپل یا د متقابل لوري پیغام ریپلې کولای شئ.

له پلي سټور څخه نوی مسنجر ډاونلوډ کړی او یا هم د مسنجر زړه بڼه اپډیټ کړی ترڅو له نویو اسانتیاوو څخه برخمن شی.

د یادونې وړ ده چې د ټولنیزو رسنیو د کمپنیو مالکان هڅه کوي چې پخپل  اپلیکیشن کې داسې نوي څه ورزیات کړي چې هغه د ده په حریف اپلیکیشن کې نه وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button