کابل ټکی کام۲۱مرغومې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د هلمند ولایتي شوراء غړو په یوه خبري ناسته کې د هلمند ولایت د روان امنیتي وضیعت په اړه سختې اندېښنې ښودلي دي.
دوی د هلمند د اوسني حالت ټوله وجه د مرکزي دولت پر بې غورۍ پورې وتړله.
دوی همدا راز وویل، که مرکزي دولت د هلمند د امنیتي وضعیت په اړه جدي ګام پورته نکړي، نو ښايي چې دغه ولایت به سقوط وکړي.
د ولایتي شوراء رئیس محمد کریم اتل وویل «ورځ تر بلې په هلمند ولایت کې پرلپسې سیمې د طالبانو په لاس سقوط کوي، خو تر دا مهاله مرکزي دولت یې په اړه جدي ګام نه دی پورته کړی.»
اتل زیاته کړه چې د مرکزي دولت د نه پاملرنې له کبله د نا امنۍ لمنه د شمالي ولسوالیو څخه جنوبي ولسوالیو ته غځېدلې.
له بلې خوا د ولایتي شوراء مرستیال عبدالمجید اخندزاده له مرکز څخه هلمند ته د لوړ پوړو چارواکو تلل یو نمایشي تګ بللی او وایي چې د دوی دغه سفر د هلمند د امنیت د ښه کېدو په اړه څه نه دۍ کړي.


















