څوک ویده دی پرسکروټو

شعر / ذاکر مهاجر

دغرونو پر لمنو پرهواره مشالونه
دې کلي کې بلیږي تر سهاره مشالونه

نه خپله شوه لیلا نه دمجنون اروا مړه شوه
لاڅو یې خمار ساتې انتظاره مشالونه

پرون دزلفو سیوري پر لمبو باندي خواره وو
نن ځکه پرګودر ښکاري بې شماره مشالونه

دمیني دپتنګ سینه لا نه ده پخه شوې
لا اوس یې هم راخيژي له پرهاره مشالونه

نري نري لوګي دي څوک ویده دی پرسکروټو
شیرینې! سپلني شول ستا لپاره مشالونه

شفقه پرګرېوان دي لا ډېر غشي دي ټومبلي
په غېږ کې دي ځنګیږي بې ازاره مشالونه

ترسوي چنار لاندي غلي غلي سترګکونه
انځور وو لکه ستا دسترګو یاره مشالونه

دمیني لیوني لکه چې تېر وو پدې پلونو
ذاکره ! لګېدل پردغه لاره مشالونه

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button