د الکترونیکې ځغل په مقابله کې پر مختللی هیوادونه غواړی په نووو اختراعاتو سره لومړی مقام ترلاسه کړي چې یو د بل پسې د مبایل، ډجیټل کیمرو، روغتیائې وسایلو او پټو معلوماتو د ورکولو آلې تیاره وي چې تر ټولو د مخه د مبایل مسابقه په ځغل روانه ده .
د سویډن انجینرانو د مبایل یوه داسې بټري جوړه کړیده چې د اوبو او مالګې څخه جوړې بریښنا په وسیله چارج آخلې.
دا بټري چې د سمارټ په نامه تلفون چارج ساتي دې بټري ته د (جې، اي، کیو) نوم ورکړل شوی دی. ټول استعمال کوونکي کولاې شي چې په اسانۍ سره د اوبو او مالګې څخه د جوړي بریښنا په وسیله دا بټري چارج او خپلې ورځنۍ اړتیا پرې پوره کړي.
ددې بټري مارکیټ ته راتلل د سویډني انجینرانو یوه په زړه پورې تجربه ده چې د نوي الکترونیکي سیالۍ په میدان کې ئې نوم وګاټه.
په سویډن کې ددې بټري جوړونکې کمپنۍ ویلي دي چې ددنیا والو د اسانتیاوو لپاره به دا بټري دنړۍ هرګوټ ته ورسوي ترڅو دوګړو په اړتیاوو کې اسانتیا رامنځ ته شي.
کمپنۍ ویلي چې په پټو معلوماتو او څارونکو کیمرو کې به هم دا بټري استعمالیږي ، کمپنۍ ویلي چې دا بټري به هغو بې وسو او وروسته پاتې هیوادونو ته ورسوي چې دعامې بریښنا څخه محرومه وي کیدی شي سویډني انجینران پدې برخه کې نورې تجربې هم وکړي.


















