سهیل شاهین: جیل کاربونیر له ملا برادر اخوند سره وکتل

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۶غوایي، ۱۳۹۸)

د سره صلیب نړۍوالې ادارې عمومي مرستیال جیل کاربونیر د طالبانو د مشر له سیاسي مرستیال ملا برادر اخوند سره کتلي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي چې دا لیدنه تیره ورځ(یکشنبه) ترسره شوه او په وینا یې چې د اړوند موضوع په اړه د نظرونو تبادله سره وشوه

د شاهین په ټکو: ” دغه کتنه تیره ورځ  یکشنبه د قطر هیواد په پلازمینه دوحه کې تر سره شوه او په افغانستان کې په بشري برخه کې د سره صلیب د فعالیتونو اړوند د دواړو لوریو تر منځ د نظر تبادله وشوه.

دواړو اړخونو یادونه وکړه چې په بشري برخه کې افغانستان ډېره اړتیا لري، باید توجه ورته زیاته سي.”

قطر ته د ملا برادر اخوند له تګ وروسته د نړۍوالو توجه زیاته د طالبانو د قطر دفتر ته وراوښتې او وخت ناوخت د نړیوالو ادارو اړوند چارواکي او د ځینو هیوادونو دیپلوماتان د ملا برادر اخوند سره د لیدو لپاره دوحې ته ځي.

څه وخت مخکې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې هم ورسره لیدلي وو او همدا رنګه زلمی خلیلزاد یې په دې وروستي وار بیا ځل لیدو ته ورغلی وو.

دا لیدنې په داسې حال کې ترسره کیږي چې هلته په دوحه کې د طالب او امریکایي استازو ترمنځ خبرې اترې روانې دي او نن د روژې د لومړۍ ورځې له امله درېدلي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي چې خبرې به سبا ته بیرته پیل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button