کابل ټکی کام ( سه شنبه، ۱۷ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
دپاکستان په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې په پاکستاني سرتېرو بریدشوی چې تلفات یې اړولي.
د پاکستاني چارواکو په وینا په شمالي وزیرستان کې د پوځ پر کاروان د وسله والو په دوو جلا بریدونو کې څلور پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
د چارواکو په خبره دا برید پرون په داسې حال کې وشو چې پوځیان له سیمي نه د تېرېدو په حال کې وو. رویټرز اژانس د یو پاکستاني چارواکي له قوله ویلي، بریدګر د ډیورېنډ بلې غاړې، افغانستان ته تښتېدلي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دغو بریدونو مسولیت نه دی منلی. تر همدې برید څو ساعته مخکې چارواکو ویلي وو چې ګڼو وسله والو د پولیسو پر یوه پوسته برید کړی دی او درې پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
یاده دې وي چې دپاکستان په قبایلي او ډیورنډ ته څېرمه سیمو کې په پاکستاني ځواکونو وخت ناوخت بریدونه کیږي چې ډیره مرګ ژوبله له ځانه سره لري، فکر کېږي چې دا وسلوال دافغانستان په سرحدي سیمو کې فعالیت کوي.
څو ورځې وړاندي پاکستاني چارواکو افغان دولت ته رسما وویل چې ددې وسلوالو پر وړاندې باید جدي اقدام وکړي.


















