کابل ټکی کام ( سه شنبه، ۱۷ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
امریکا یوځل بیا ایران ته کوتڅډنه او ګواښ کړی، امریکا وايی، زموږ پر ګټو د هر ډول برید مسوول به ایران وي.
د امریکا دفاع وزارت ژمنه کړې چې پر امریکایي ځواکونو یا د امریکا پر ګټو د هر ډول بریدونو په خاطر به ایران مسوول ونیسي.
واشنګټن په دې وروستیو کې د ایران پر وړاندې پر خپل سخت دریځ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ایران ته نږدې په اوبو کې به د جنګي الوتکو وړونکې بېړۍ ځای پر ځای کړي.
د امریکا د دفاع وزارت سرپرست پاتریک شاناهان پر خپل ټویټر پر تهران د پاروونکي چلند تورونه هم پورې کړي دي.
دا څرګندونې وروسته تر هغه کېږي چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټون ویلي، دوی نه غواړي له ایران سره جګړه وکړي خو که چېرته یاد هېواد د تیري فکر لري نو دوی یې سخت جواب ته چمتو دي.
امریکا او ایران په دې وروستیو کې یوپربل دنظامي اقدام تر بریده رسېدلي، امریکا غواړي دایران اقتصادي او اټومي قوت ضعیف او ترخپل کنټرول لاندې راولي، خو ایران دخپلو ټولو ملي کټو ددفاع لپاره دامریکا هر ګواښ ته په ګواښ جواب ورکوي .


















