طالبان وايي، د مخدره موادو کار او تجارت نه کوي؛ بکواه کې عام خلک په نښه شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱۸)
شاوخوا درې ورځې مخکې د ګډو ځواکونو جنګي الوتکو د فراه ولايت بکواه ولسوالۍ د اشکين کاريز، پلوشي او ځينې نور تر سخت بمبار لاندې ونيول چې د ځآيي سرچينو په وينا لسګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغانستان دفاع وزارت چارواکو رويټرز اژانس ته ويلي ، دغه بمبارۍ کې د طالبانو د نشه يي توکو فابريکې په نښه شوي، یوسل پنځوس طالبان وژل شوي.
د فراه د والي وياند محب الله محب وايي، په یادو هوايي بريدونو کې پنځوس طالبان وژل شوي څلويښت ټپيان او اته شپيته فابريکې ویجاړې شوي دي.
په عين حال کې د بکواه ولسوال عبدالغفور مجاهد رويټرز اژانس ته ويلي، په یاده سيمه کې د بمبارۍ پر مهال پنځه څلويښت ملکيان وژل شوي چې په فابريکو کې په کار بوخت و.
له بله پلوه طالبانو په دې اړه په يوه اعلاميه کې ويلي : “د مخدره موادو کښت او توليد په اسلامي امارت پورې هيڅ تړاو نه لري” زياتوي هیڅ طالب د مخدره موادو کار او تجارت نه کوي او په بکواه کې ټول عام خلک په نښه شوي دي.
طالبانو د رسنيو هغه راپورونه رد کړي چې ګنې په یاده سيمه کې د طالبانو اړوند د مخدره موادو فابريکو شتون درلود او طالبان پکې وژل شوي ” بناء دا موضوع په اسلامي امارت پورې هيڅ تړاو نه لري، په فراه ولایت کې شهیدان شوي خلک ټول عام بزګران او اولسي وګړي دي”.
اعلاميه کې له ازادو بشري بنسټونو، رسنيو او حقوقي ادارو ته بلنه ورکړل شوې څو سيمې ته ورشي او وضعيت له نږدې وګوري تر څو حقيقت څرګند شي.



