امریکا ایران ته نږدې په منځني ختیځ کې خپلې B52 جنګي الوتکې ځای پرځای کوي

کابل ټکی کام ( پنج شنبه، ۱۹ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

دامریکا اوایران دکشمکش پردوام امریکا یوبل پارونکي اقدام ته مخه کړې.

امریکا وايي چې دوی به په منځني ختیځ کې ایران ته نږدې خپلې جنګي الوتکې ځای پر ځای کړي.

 د روسي رسنیو د راپورونو له مخې وروسته له دې چې امریکا د ایران شاوخوا ته د بېړیو د ځای پر ځای کولو خبر ورکړ، تازه هڅه کوي بي ۵۲ ډوله جنګي الوتکې هم ایران ته نږدې ځای پر ځای کړي.

د راپورونو له مخې دغه الوتکې تر ډېره په قطر کې د امریکا په یوه ستره نظامي اډه کې ځای پر ځای کېږي. ویل کېږي د امریکا پوځ د ایران د احتمالي خطراتو مخنیوي ته دغه اقدامات ترسره کوي.

 د امریکا دفاع وزارت او د ملي امنیت شورا سلاکار ویلي، دوی پر امریکا او د امریکا پر متحدینو د ایران د احتمالي برید د مخنیوي په موخه دغه ډول اقدامات په پام کې نیولي دي.

ایران اودمنځي ختیځ پرتو هېوادونو تراوسه په دې اړه څه ندي ویلي، خوایران همیش دامریکا خلاف له سختو اوتوندو اقداماتو کار اخلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button