ملګري ملتونه: د اسرائيلو په ډزو ويشتل شویو ۲۰۰۰ فلسطينيانو څخه  د بدن غړي پرې کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱۹) 

د فلسطينې سيمو لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي جېمي مګولدرېک وايي، ښايي د اسرائيلو په ډزو ويشتل شوي دوه زره فلسطينيانو څخه د بدن غړي يې پرې شي.

د مګولدرېک په وينا، د درملنې او لازمو جراحي عملياتو د نه شتون له کبله د دوه زره فلسطينيانو د بدن غړو د پرې کېدو امکانات ډير کړي دي.

د ملګرو ملتونو یادې سرچينې ويلي، اوولس سوه کسان د احتجاجونو پر مهال د اسرائيلو په ډزو ويشتل شوي چې اوس مهال پېچلو عملياتو او د دوو کلنو لپاره درملنې ته اړتيا لري خو په وينا يې چې له بده مرغه دوی د سمې جراحي او درملنې وړتيا نه لري نو ځکه به يې د بدن غړي پرې کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button