بلخ: په خلم ولسوالۍ کې ۱۱ تنو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (پنج شنبه، ۱۹ غوایي، ۱۳۹۸)

د بلخ ولایت چارواکي وایي چې د طالبانو په برید کې ۱۱ تنو امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل رسنیو ته ویلي چې تیره شپه د دې ولایت د خلم ولسوالۍ اړوند د مارسوراخ په سیمه کې د امنیتي ځواکونو په پوسته برید وشو.

دی وایي چې د برید لپاره له قلعه زال ولسوالۍ څخه طالبان راغلي وو.

د عادل په وینا چې په برید کې پنځه تنه پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د نوموړي په خبره چې په نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو طالبانو تر اوسه په دې اړه له رسنیو سره څه نه دي شریک کړي.

د روژې په میاشت کې طالبانو خپلو عملیاتو ته ډیر زور ورکړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد اوس تازه په خپل ټویټر لیکي چې د کندوز په قلعه ذال ولسوالۍ کې د دوی جنګیالیو په یوه پوسته چاپه وهلې او ۱۹ عسکر یې پکې وژلي دي.

مجاهد د زیاتو وسلو او مهماتو د نیولو ادعا هم کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button