قطر: شپږم پړاو خبرې پای ته ورسیدې

کابل ټکی کام (پنج شنبه، ۱۹غوایي، ۱۳۹۸)

په اوومه ورځ د قطر په دوحه کې د طالبانو او امریکایي استازو ترمنځ شپږم پړاو خبرې پای ته ورسیدې.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل ټویټر لیکلي چې نن د شپږم پړاو خبرو وروستۍ ورځ وه او په وینا یې چې پرمختګ پکې راغلی دی

شاهین وایي چې ځیني موضوعات حل شول او د پاتې نورو حل کیدل یې تر بلې غونډې ځنډولي دي

د طالبانو د عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې مذاکراتو کې په جوړه شوې مسوده بحث وشو او پرمختګ پکې راغی

دی وایي، ځیني موارد پاتې دي چې په راتلونکو غونډو کې به پرې بحث وشي

په خبرپاڼه کې راغلي: “د مذاکراتو شپږم پړاو په مجموع کې مثبت وو، دواړو خواوو د یو بل نظریات په ښه حوصله سره واوریدل. اوس به دواړه طرفونه تر بل پړاو پورې د اړوندو موضوعاتو او پرمختګونو په اړه غور او مشورې کوي او راتلونکي پړاوته به آمادګي نیسي.”

د طالبانو او امریکایانو ترمنځ دا شپږم پړاو خبرې دي چې ترسره کیږي.

دواړه لوري له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د افغانستان خاوره د نورو په ضد د نه استعمال په اړه بحثونه کوي.

تر دې وړاندې ویل کیدل چې په دې دواړو خبرو موافقه شوې خو د شپږم پړاو خبرو له ختمیدو وروسته هم په دې اړه کوم پریکړه لیک نه دی خپور شوی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button